اسلام آباد ۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان او ايران د ابلاغ ذريعو دوه اړخيزه مرسته د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو او په يو بل په غوره ډول پوهېدو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دا خبره د ايران د ابلاغ ذريعو 5 كسيزه پلاوي د ګل په ورځ د اے پي پي مركزي ??فت?? دورې په مهال وكړه۔ دا پلاوې د انسڼی ټیوټ آف سټرڼیجک سټډی اسلام آباد په بلنه د پاکستان په دوره دے۔ د خپلو پاتې كېدو په مهال به دې د ګوادر، کوئټه، ګلګت اور چینی سرحد دوره وكړي۔ پلاوي كښی كېهان انټرنېشنل څخه مرتضیٰ نګهبانی، ایران ډېلی څخه محمد رضا عابش احمدلو، تهران ټائمز څخه افشین مجلسی، متهر نیوز ایجنسی څخه بنافشی ایماعیلی او ډیلی اطلاعات څخه نادر مزوجی شامل دې۔ اېګزېكټو ډائرېکټر ’’اے پی پی‘‘ سهېل علی خان د ګل په ورځ پ??اوې د ادارې كاركردګۍ ٬ مقصدونو او د سباؤن مدرسو په اړه خبرولو سره ووئيل چې د قامي خبر رسنې اداره خپل سبسکرائبرز ته مستند خبرونه استوي۔ ده ووئيل پرمختيائي خبرونو او قامي ګټو ته ترجيح او په مهمو قامي سيمه ايزو او نړيوالو چارو د هېواد نكته نظر په فعاله توګه رامخې ته كولو سره د پاكستان معتدل تشخص په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ اېګزېكټو ډائرېكټر ??وئيل خبر رسنې ادارې د نوې ټېكنالوجۍ په مېدان كښې شوي اوسني پېشرفت سره ځان يو شان كوي او د اي مېګزين ٬ وېب ټي وي منصوبو ته خاص پام لرنه كولو سره خبل وېب سائټ د نووؤ غوښتنو ترمخه جوړول دي۔ ده ووئيل ايران او پاكستان يو بل ساره تاريخي او روايتي رابطې لري۔ دې رابطو ته د ميډيا په مېدان كښې د شريكو منصوبو د لارې لا تقويت وركولې كېدې شي۔ د ’’اے پی پی‘‘ډائرېکټر ??یوز محمد قمر اﷲ چوهدری، ډائرېکټر کوآرډینیشن محمدا کرم ملک، ډائرېکټر انفارمیشن ټېکنالوجی غواث خان او مشران چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔
د ايراني ابلاغ ذريعو پلاوي د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي دوره
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز