اسلام آباد23نومبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد وئېلي دي پاكستان افغانستان له د نړۍ د كوم هم هېواد نه زياته انساني مرسته وركوي٬ نړيواله ورورولي دې افغانستان د اقتصادي تباهۍ څخه ساتلو لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔د نهې په ورځ غېر ملكي نشرياتي ادارې سره مركه كښې پاكستاني سفير ووئيل پاكستان د اشرف غني حكومت ختمدېو نه پس د وړومبۍ ورځې څخه افغانانو له د انساني همدردۍ په بنياد مرسته وركوي۔پاكستان تراوسه افغانستان له 5 اربه روپۍ انساني مرسته وركړی كومه چې د نړۍ د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔د دې نه علاوه پاكستان د نړيوالو بشري تنظيمونو او د ملګرو ملتونو ايجنسيو سره په ګډه كابل له مرسته وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې يواځنې هېواد دے كوم چې دافغانستان سره خپلې پولې نه دي تړلي او د دواړو هېوادونو ترمينځه د معمول له مخې تګ راتګ روان دے۔ده ووئيل پاكستان د افغان شخړې له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان د ليكويډټي چېلنجونو سره مخ دے۔ نړيواله ورورولي دې افغانستان د اقتصادي تباهۍ څخه ساتلو لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔
نړيواله ورورولي دې افغانستان د اقتصادي تباهۍ څخه ساتلو لپاره سمدستي ګامونه واخلي۔په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد غېر ملكي نشرياتي ادارې سره مركه
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil