اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د غريبۍ كمولو وفاقي وزيرې شازيه مري وئيلي دي د كاناډا حكومت او پارلمان له د خپلو غړو لخوا د پاكستان پحقله د غېر پارلماني الفاظو او اقدامات نوټس اخستل پكار دي ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې شازيه مري ووئيل د ملګرو مسئلې حل كول پكار دي٬ زيان ډېر وشو، په څلورو كالو كښې پاكستان ته په كورنۍ او بهرنۍ كچه زيان رسولے شوے ٬ اسلم بھوتاني خانداني او سياسي شخصيت دے، د عزت نه زيات بل څيز نشته٬ د بلوچستان محرومۍ په خبرو نه بلكې په عملي اقدامات لرې كېدل ممكن دي، آغاز حقوق بلوچستان يو ښه اقدام ٶ بايد ھغه جاري ساتلے شوے ؤ ۔ دې ووئيل د كاناډا د پارلمان غړي چې كومه وېنا كړې د پارلماني غړې په حېث ما ته پرې دړد رارسېدلے ، لكه څنګه چې خواجه آصف ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو ته په احترام سره ګورو خو د دې دا مطلب هيچرې نشي كېدے چې زمونږ پارلمان ته څوك ګونته ونيسي ٬ وفاقي وزيرې ووئېل د پاکستان آئين له مخې پاکستان يو خپلواكه او جمهوري اتومي قوت دے، كه په ايوان كښې اكثريت نه وي نو د حکومت د بدلولو طريقه كار په آئين كښې درج دے۔ شازيه مري ووئيل تېر وزيراعظم نفسياتي فشار سره مخ ؤ ٬ ھغه كركجن بيانونه وركول٬ ھغه په دروغو پسې دروغ وئيل، ھغه د يو غېر ملكي اېنكرې په پروګرام كښې دروغ وئيل چې 22 مېليونه اولس دوي ته ووټ وركړے، حالانكه دا د پاكستان مجموعي آبادي ده ، دې ووئېل په 100 مېليونه رجسټرډ ووټرانو كښې 51 فيصد ووټ كاسټ شوي وٶ ٬ په ھغې كښې عمران خان 16 مېليونه ووټونه اخستې وو، پاتې نورو ګوندونو اغستې وو٬ دغسې 31 فيصد ووټ تحريك انصاف او 69 فيصد پاتې ګوندونو ته ترلاسه شوي وو ۔ وفاقي وزيرې شازيه مرې ووئيل د كاناډا حكومت او پارلمان له د خپلو غړو لخوا د پاكستان پحقله د غېر پارلماني الفاظو او اقدامات نوټس اخستل پكار دي ٬ د كومې لاس وهنې چې خبره كېږي ھغه هم دا ده د دې په هر قېمت لاره نيول پكار ده
د كاناډا حكومت او پارلمان له د خپلو غړو لخوا د پاكستان پحقله د غېر پارلماني الفاظو او اقدامات نوټس اخستل پكار دي ۔ شازيه مري
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔