واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امر??كې خارجه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د ??اک??تان او امریکې اړ??كې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د ??اک??تان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ افغانستان او د منطقې په صورتحال خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري او د پاكستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امر??كې خارجه وزير رېكس ټېلرسن ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د ??اک??تان او امریکې اړ??كې ډېرې مهمې دي٬ امريكا پاكستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې مستحكمې اړ??كې لري۔ د امر??كې خارجه وزير ووئيل مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پاكستان او امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رېكس ټېلرسن ووئيل د دواړو هېوادونو اړ??كې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شر??كې اړ??كې مستحكم كولو لپاره دا مهمه موقع ده۔ خارجه وزير ټېلرسن ووئيل پاكستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو هېوادونو شر??كې دي٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ له په هره څانګه كښې لا كار كولو ته اړتيا ده
د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن