اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د خارجه وزارت وياند وئيلي دي پاکستان په سوئيلي آسياء كښې امن او د استحكام ماحول ته د ودې وركولو عزم لري، پاكستان به د هر ډول جارحيت لاره نيولو لپاره خپل صلاحيت برقرار ساتي ۔د خالي په ورځ يو بيان كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل پاکستان ټولو رياستونو لپاره د عدم تفريق او د مساوي تحفظ په اصولو آډانه د نړيوال نه خپرونكې نظام قوي كولو په نړيوالو هلو ځلو كښې د همكار او د برآمدي كنټرول پحقله په تازه نړيوال معيار عمل كوي او د اتومي تحفظ او سلامتيا اعلٰې ترين معيارات ئې برقرار ساتلې دي۔ وياند ووئيل پاکستان په كال 1998 كښې د هند د اتومي چاٶدنو په ځواب كښې د كړو اتومې تجربو 24مه سالګره لمانځي، دې اتومي تجربو سره نه يوازې پاكستانے قام د سيمه ايزې سالمتيا ٬ آزادۍ او د خپلواكۍ د تحفظ عزم څرګندونه كړې بلكې په سوئيلي آسياء كښې تزويراتي توازن په ځائ ساتلو له خوښي هم څرګنده كړې ۔ وياند په سوئيلي آسياء كښې ستراتېژك استحكام ته ورمخې ته خطرو په اړه د پاكستان ستراتېژك رېسټرينټ ريجيم د تجويز اهميت په ډاګه كړو چې پكښې د جمو و کشمير د بنيادي مسئلې پشمول تصفيه طلب مسائلو حل، اتومي او ميزائل بندېزونه او روايتي توازن شامل دے٬ په بيان كښې د پاکستان سلامتيا باوري كولو لپاره سائنسدانانو، انجينئرانو او تکنيکي پوهانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شول د قام او هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ له د پاكستان د اتومي پروګرام د مرستې هم ستائنه شوې۔ بيان كښې ووئيل شول پاكستان توان، اوبو او د خوراك حفاظت، د تعليم، صحت، زراعت او د صنعت نه تر تل پاتې پرمختګ هدفونه سر كولو لپاره اتومي ټېكنالوجي استعمالوي٬د اعتماد وړ جيواشم ايندھن٬ صاف او ارزان متبادلې ذريعو سره د اتومي توان پېداوار د پاكستان د توان تحفظ د منصوبو يو مهم عنصر دے٬ د بيان له مخئ سږ كال کراچي كښې د 1100 مېګاواټ K-3 نيوکليئر پاور پلانټ فعاله شوے كوم چې يو سنګ ميل دے كوم چې د پاكستان د اولس سماجي او اقتصادي ترقي او خېرښګړې لپاره د اتومي سائنس او ټيکنالوجي کردار رامخې ته كوي، د صحت په څانګه كښې، پاکستان د اټامك انرجي کميشن د لارې ګرد هېوااد كښې د كېنسر 20 روغتونونه چلوي كوم چې پاكستان كښې د كېنسر لوي بوجھ برداشت كوي٬ بيان كښې وئيلي شوي د زراعت په څانګه كښې د فصلونو اعليٰ پيداوار او د موسمياتي بدلون په ضد د مزاحمت اقسام په پرمختګ كښې د پاكستان د اتومي تحقيقاتي مركزونو مرسته په نړيواله كچه تسليم كړې شوې ٬ پاکستان سينټر آف ايکسي لينس په دې نيوکليئر سيکيورټي كښې د نړيوال اټامک انرجي اېجنسي يو منلے شوے سينټر آف ايکسيلنس دے كوم چې د جوهري سيکيورټي پحقله نړيواله تربيه وركوي٬ پاکستان په نړيوالې اټامک انرجي ايجنسۍ كښې د مېري کيوري فيلوشپ پروګرام له مخې فېلوشپس هم وړاندې كوي او په بېلا بېلو څانګو كښې د نړيوالې اټامك انرجي اېجنسۍ د پوهانو ملاتړ هم كوي
پاکستان په سوئيلي آسياء كښې امن او د استحكام ماحول ته د ودې وركولو عزم لري، پاكستان به د هر ډول جارحيت لاره نيولو لپاره خپل صلاحيت برقرار ساتي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب