اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې نواز شريف به راتلونكې مياشت پاكستان ته راشي او قانون سره به مخ كېږي٬ قام به د ھغوي بشپړه هركلے كوي، د نااهلۍ موده پنځه كاله كولو قانون موجود دے٬ قانون سازي د مقننه اختيار دے٬ د سپريم كورټ كار قانون سازي نه بلكې د دې تشريك كول دي، د پوځ سرلښكر تعيناتۍ لپاره د 6 نامونو په سمرۍ كښې د سرلښكر نامه په وړومبي نمبر وه٬ د مئي 9مه نيټې پېښه د رياست، پوځ او سرلښكر په ضد بغاوت ٶ، مونږ خپل سياست قربانولو سره رياست بچ كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په مركه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل 16 مياشتې اګاهو حالات مونږ چېلنج ګڼلو سره اقتدار سنبهال كړې، مونږ د خپل سيات نه بلې د رياست فكر كړې ځكه چې رياست لپاره د سياست قرباني لوے څيز نه دے، د لوي څښتن په مننه مونږ رياست د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ كه رياست بچ شو نو زمونږ سياست به هم بچ شي٬ ښه وخت به راشي٬ د نواز شريف او نورو دوستانو دا شعوري پرېكړه وه۔ ده ووئيل د عمران خان په دور كښې افراط زر د 3.5 نه 12 فيصده ته رسېدلے ٬ د عمران خان په دور كښې د غنمو پېداوار كم شوې او مونږ له غنم راغوښتل شول، عمران خان وړومبې غنم برآمد كړل بيا ئې درامد كړل چې ورسره د اربونو ډالرو زيان شوې٬ دوه اربه ډالره غنم درآمد زمونږ په دور كښې شوې، د روس۔يوکرين جنګ له امله د خوراكي توكو بيعه زياته شوې، آئي اېم اېف سره لوظنامه هم مونږ لپاره لوے چېلنج ٶ٬ د اجتماعي هڅو په سبب مونږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مقننه د قانون سازي اختيار لري٬ د سپريم كورټ كار قانون سازي نه بلكې د دې تشريح كول وي٬ د ني قانون له مخې د نااهلۍ موده پنځه كاله ده٬ په نواز شريف كوم بندېز نشته ٬ نواز شريف به قانون سره مخ كېږي٬ هيله لرو چې راتلونكې مياشت كښې به ھغه پاكستان ته راشي٬ قام به د ھغوي هركلے كوي
نواز شريف به راتلونكې مياشت كښې پاكستان ته راشي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف نجي ټي وي چېنل سره مركه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی