اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې مکافات عمل څه وي ٬ قام ته په نظر راځي،د نورو ?? ناروغۍ مذاق كونكې په وهیل چیئر عدال?? ته د نه تللو بهانه كوي٬ عمران خان ته چې د چا څخه خطر دے عدال?? ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خوله بنده كړي ، د کلثوم نواز د ناروغۍ او بيا د مرګ ،د نواز ??ری?? د ناروغۍ او د شهباز ??ری?? د ملا د درد مذاق كونكې نن په وهیل چئیر كېښناستلو سره دروغ وائي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقی وزیر اطلاعات مرېم اورنګزیب عمران خان له چیلنج وركړو چې چا څخه هغه ته خطر دې عدال?? ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔ مرېم اورنګزیب ووئيل فارن ایجنټ د حالاتو له مخې سکرپټ او شكل جوړوي ، د نيولو د ويري هغه د كټ لاندي او ضمانت خارجيدو د ويري د وهیل چیئر ډرامه كوي۔ دي ووئيل فارن ایجنټ په پښو فشار نه ، د هغه په مزغو سازشی فشار دې۔ مرېم اورنګزیب ووئيل عمران خان ته چې د چا څخه هغه ته خطر دې عدال?? ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔دي ووئيل عمران خان ته خطر اوس يواځي د فارن فنډنګ، توشه خانه، ټیریان کیس څخه دې ځكه هغه دې لپاره ګولی، پلستر، ډبے، وهیل چیئر او د الیکشن بهانا جوړوي۔دي ووئيل كله چې هم عمران خان عدالت رابلي نو هغه د ګولی، پلستر، معذوری، بالټی ډبه بهانه كوي او اوس د وهیل چیئر ډرامه كوي۔دي ووئيل عمران خان اول د خپل حكومت ختميدو ملبه په امریکا اچولي ، سائفر ډرامه ئې كړي ، بيا ئې د امریکا څخه بخښنه غوښتلو سره په جنرل باجوه، بيا په آصف علی زرداری او بيا په محسن نقوی ملبه اچولي۔دي ووئيل عمران خان څلور كاله ناکامیو او اسمبلیو ماتولو ملبه په جنرل باجوه اچولي ، شهيدانو ، ادارو ??و د هغي د قیادت په ضد ئې يو ناوړه كمپائن چلولو سره تورونه لګولي۔دي ووئيل چیف جسټس په عكس پښي اېښودلو لپاره هم د بهر راوتللو كال عمران خان وركړې ؤ۔
مکافات عمل څه وي٬ قام ته په نظر راځي،د نورو د ناروغۍ مذاق كونكې په وهیل چیئر عدالت ته د نه تللو بهانه كوي٬ عمران خان ته چې د چا څخه خطر دے عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خوله بنده كړي۔مرېم اورنګزیب
Shaolin Football Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد