اس??ام آباد 15 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 20مه او 21مه نېټه د مالېزيا دوه ورځنې سركاري دوره كوي٬ وزيراعظم سره به د لوړې ك??ې پلاوي هم ملګرې وي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په مئي كال 2018م كښې به د ډاكټر مهاتير محمد لخوا د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس د كوم غېر ملكي مشر لخوا دا د مالېزيا وړومبنې سركاري او د وزيراعظم عمران خان لخوا وړومبنې دوه اړخيزه دوره وي۔ د دواړو وزيراعظمانو ترمېنځه به د يو په يو ملاقات نه پس د پلاويو په كچه مذاكرات كېږي۔ ??اك??تان او مالېزيا د شريك عزت او احترام٬ شريكې عقيدې٬ كلتور او دوستې٬ افهام او تفهيم په مستحكمو بنيادونو اړيكې لري۔ د وزيراعظم عمران خان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو اړيكو لا مستحكمولو او د اقتصادي او تجارتي اړيكو زياتولو لپاره مرستياله ثابته شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ