اسلام آباد 20اپرېل(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د پاكستان آئين ايپ كښې د آئين ټولې دفعې٬ اختلاف رائے٬ جمهوريت او د دې اصل جزيات شامل كړې شوې دي٬ د دې ايپ مقصد د آئين اهميت٬ په دې اړه شعور ٬ لارښودنه او تعليمات تر ځوانانو رسول دي٬وزيراعظم ځوانانو لپاره لېپ ټاپ سكيم٬آسانې قرضې او د انټرنشپ پروګرام پشمول ګڼ شمېر پروګرامونه پېل كړې دي چې مېوې يۍ راتلل پېل شوي دي۔ دې د زيارت په ورځ پي ټي وي سنټر اسلام آباد كښې د”آئين پاكستان اېپ”اجرا دستورې ته وېنا كوله۔د ايپ باقاعده پرانسته وزيراعظم محمد شهباز شريف وكړه۔په دستوره كښې د كورنيو چ??رو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكرټري سهيل علي خان٬پي آئي او مبشر حسين او نورو چارواكو ګډون وكړو۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وو??يل چې دا مونږ ټولو لپاره د وياړ وړ خبره ده چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د دومره مصروفياتو باوجود په دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ دې وو??يل چې د آئين 50 كلونو په بشپړېدو ګولډن جوبلي دستوره كېږي۔ دې وو??يل چې نن مونږ د پاكستان په تاريخ كښې يو داسې سنګ ميل څخه تيرېږو چې د آئين د 50 كاله بشپړیدو ګولډن جوبلي دستوره كښې د پاكستان آئين ايپ اجرا كېږي۔ دې وو??يل په نصاب كښې د آئين شاملېدل مهم وو٬ په نصاب كښې نه يوازې دا چې د آئين دفعې شاملې كړې شوي دي بلكې اختلاف رائے٬ جمهوريت او د دې اصل جزيات شامل هم كړې دې۔ دې وو??يل چې ځوان كول كوم چې زمونږ د آبادۍ 65 فيصد دې٬ هغوي د آئين د اهميت څخه خبرولو ٬ په دې اړه د هغوي شعور بېدارول او د دې د لارې هغوي ته تعلي وركول د دې اېپ مقصد وو۔ دې وو??يل چې د دې ايپ په تيارۍ كښې د كورنيو چ??رو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان هم مننه كوو چا چې ذاتي پام كولو سره په ډېره لږه موده كښې د نادرا د لارې دا ا??پ بشپړ كړو۔ دې وو??يل چې د آئين پاكستان ايپ اجرا نه پس به دا په ګوګل پلے سټور هم موجود وي۔د ا??پ بټن وهلو سره به د پاكستان اولس تر آئين رسېدې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وو??يل چې د وزيراعظم شهباز شريف د ليپ ټاپسكيم ٬ د آسانو قرضو سكيم او ځوانانو لپاره پورته كړې نورو اقداماتو ميوې راوړل پېل كړې دي۔ دې وو??يل د آئين پاكستان ايپ دننه د آئين ټول آرټيكلز موجود دي٬كه چرې تاسو په دې ايپ كښې د تعليم څانګه كلك كړئ نو د تعليم په اړه به ټول آرټيكلز رامخې ته شي۔په دې اړه به ټوله قانون سازي هم مخې ته راشي۔ دې وو??يل چې دا ايپ په انګلېسي او اردو دواړو ژبو كښې جاري كړې شوې دې۔
د پاكستان آئين ايپ كښې د آئين ټولې دفعې٬ اختلاف رائے٬ جمهوريت او د دې اصل جزيات شامل كړې شوي دي ۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
Emperor's favor APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس