اسلام آباد۔8مارچ(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي په ټیرن وائیټ ، فارن فنډنګ او توشه خانه كېسونو كښې عمران خان ته هر ممكن ريليف وركړے شوے ٬ اوس هغه خپل انجام سره مخ شوے ٬ د مارچ 13 مې نېټې څخه وروستو كوم ګنجائش امكان نه لري ، كه عمران خان سياسي هلو ځلو لپاره فټ دے نو بيا دې عدالت ته هم راشي٬ په موجوده نظام كښې داسې څوك هم نشته كوم چې د عمران خان د ګرفتارۍ مخ نيوے كوي٬ په ماضي قريب كښې چې عمران خان په عدالت كوم بريد كړے هغه رامخې ته شوے۔ د عمران خان لاهور برګر مارچ په مهال د سېكېورټي ايجنس?? اندېښنې تر مخه صوبائي حكومت دفعه 144 نافذ كړې ۔ ده د شورؤ په ورځ په پي ټي وي هېډ كوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ??وئ??ل د ایجنسیز په رپورټ نګران صوبائي حكومت دفعه 144 نافذ كړې ۔ ده ??وئ??ل يو اړخ ته 70 كاله عمر ٬ بل اړخ ته په پښه پلستر او تللے هم نشي خو سياسي هلې ځلې كولې شي او بس عدالت ته د وړاندې كېدو نه عاجز دے٬ عمران خان له به د خپل اولاد ٬ توشه خانې او د فرخ ګوګي ځواب كېس كښې ځواب وركول وي۔ ده ??وئ??ل د عمران خان خپل عمل د مدينې رياست په ضد دے۔ هغه بايد دا ووائي چې كوم ځاے هغه د مدينې رياست جوړول غوښتل۔ ده ??وئ??ل عمران په درې واړو هائي پروفائل كېسونو كښې د دفاع كولو پوزيشن نه لري٬ اوس يۍ ټولې بهانې ختمې شوي۔ ده ??وئ??ل د عمران خان په كېسونو كښې بايد سپېځلتيا وليدلې شي٬ انصاف ټولو لپاره بايد يو ډول وي۔ ده ??وئ??ل هيله ده چې عمران خان ته به نور ريليف ورنه كړے شي۔ ده ??وئ??ل كه عمران خان دغسې د قانون نه پټېږي نو بيا وروستے آپشن به د هغه د ګرفتارولو او عدالت ته راوستل وي۔ ده ??وئ??ل د نېب چيئرمېن استعفی څخه وروستو په ګڼ شمېر نومونو كښې د يو ښه شخصيت ټاكنه شوې۔ هيله ده چې هغه به د انصاف ټولې تقاضې ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل عمران خان د پخواني آرمي چيف د كورټ مارشل كولو خبره كړې ٬ دا خو يوه غوښتنه ده ٬ څ??ك چې اختيار لري دا د هغه كار وي چې كارروائي كوي يا نه كوي۔ ده ??وئ??ل يو عام وګړے دا آساني نه لري چې په كور پاتې كېدو سره ګرفتارۍ څخه وړاندې د هغه ضمانت وشي۔ ده ??وئ??ل د پي ټي آئي مقصد سياسي هلې ځلې كول نه بلكې ماحول خرابول دي۔ پي ټي آئي ته وئيلې شوې وو چې روټ بدل كړئ بيا خپل لاريون ويستلے شئ خو هغوي هغه پلو تلل غوښتل كوم چې د عورت مارچ او ح??ا مارچ روټ ؤ
عمران خان ته هر ممكن ريليف وركړے شوے ٬ د مارچ 13 مې نېټې څخه وروستو كوم ګنجائش امكان نه لري٬ داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان
Immortal Way Gloves APP game platform download
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش