لندن۔25ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتېرس باور راكړې دې چې د سېلاب ځپليو بحالۍ له ب?? زر تر زره ډونرز كنفرنس وكړے شي۔ وزیراعظم ل?? لندن څخه د وېډيو لنك د لارې پاكستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ د كارونو جاج اخستلو له د يوې مهمې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ګډون كولو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېلاب ځپليو بحالۍ په اړه رابللې شوې غونډې ته وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو د اوسنۍ غونډې په مهال زما د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په شمول د نړۍ مهمو لارښودو سره ملاقاتونه شوي په كومو چې ما هغوي پاكستان كښې د سېلاب دلاسه د رامخې ته شوې تباهۍ او په دې لړ كښی د حكومت لخوا مرستې او بحالۍ له د روانو كارروائيو په اړه خبر كړل۔ ده سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز سره ?? خپلو تېلېفوني خبرو ذكر هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل ما نړيوال لارښود په پاكستان د موسميات?? بدلون د سخت اغېز او په دې اړه د پاكستان د دريځ نه خبر كړل۔ د نړيوالو لارښودو لخوا په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي زيان خواخوږي او غمرازي ښكاره كړې شوه او دا باور راكړے شو چې اخلاص سره ب?? د پاكستان مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګېټس سره د ملاقات په مهال په سېلاب ځپليو سيمو كښې د كوچنيانو خوراك لپاره ورلډ فوډ پروګرام څخه د مرستې په اخستو خبره وشوه۔ وزیراعظم زياته كړه چې د لويے څښتن په فضل او بيا د نړيوالې ورورولۍ او پاكستاني ادارو د هڅو په نتيجه كښې به مونږ كه لويے څښتن ته منظور وي دې ستونزې څخه ډېر زر بهر شؤ۔ وزیراعظم ته د نېشنل فلډ رسپانس کوآرډینیشن سېنټر چارواكو لخوا په ګرد هېواد كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كارونو په اړه بريفنګ هم وركړے شو
انتونيو ګوتېرس د سېلاب ځپليو بحالۍ له د ډونزز كنفرنس زر تر زره كولو باور راكړې٬ وزيراعظم شهباز شريف
Roulette 5-German login platform
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ