APP23-090922
ISLAMABAD: September 09 - Joint press conference of Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif and Secretary General United Nations António Guterres at National Flood Response Coordination Centre. APP
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس او وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا تعمير لپ??ره د نړيوالې ورورولۍ څخه د بشپړې مرستې درخواست كولو سره وئېلي دي پاكستان د موسمياتي بدلون په سبب د سېلاب غوندې قدرتي آفتونو سره مخ دے٬ دې صورتحال څخه وتلو لپ??ره د ډېر مرستې كولو ضرورت دے ٬دغسې نړيوالې ورورولۍ څخه د سېلاب ځپليو مرستې لپ??ره پاكستان ته د بشپړې مرستې ضرورت دے۔د جمعې په ورځ نېشنل فلډ رسپانس كوآرډينېشن سنټر(اېن اېف آر سي سي)دورې په موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پرېس ټاك كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل پاكستان سره د خپلو په زړه پرې يادونو تازه كولو سره ووئېل زه د پاكستان اولس لپ??ره نا اشنا نه يم٬پاكستان سره ژوره رشته لرم او پاكستان زما زړه ته نزدے دے٬د نن څخه 17 كاله وړاندې كله چې زه د كډوالو لپ??ره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر مشر ووم نو ما دلته د افغ??ن كډوالو لپ??ره كار شروع كړے ؤ ۔ده ووئيل زما مشاهده ده چې پاكستاني قام تر څو لسيزو د افغ??ن كډوالو لپ??ره د زړه نه كورېتوب كړے ٬پاكستان د لږو وسائلو باوجود د 60 لكه افغانانو كډوالو كوربتوب او د زړه نه مرسته كړې٬د پاكستان اولس مېلمه دوست دے۔ده ووئيل ما د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب نه پس د پاكستان دوره كړی٬د ترهه ګرۍ له امله پاكستان ډېر زيان سره مخ شوے او اولس ئې ډېر سخت وخت تېر كړے ٬ ده ووئېل كله چې د سوات څخه په لاكهونو خلق د ترهه ګرۍ له امله بې كوره شوې وو هغه وخت زه دلته راغلے ووم۔ده ووئيل پاكستان دا مهال ډېر لوې قدرتي آفت سره مخ دے٬ما دومره لوي قدرتي آفت ??ه دے ليدلے٬د موسمياتي بدلون اثرات له امله په لاكهونو پاكستاني ځپلې شوي او خلق ډېر په مشكل سره ژوند تېروي٬ ده ووئېل د خلقو كورونه٬روزګار٬فصلونه تباه شوي٬هغوي سره د يووالي څرګندونه كوو۔سېكرټري جنرل ووئيل پاكستان ته د دې لوي قدرتي آفت ځپليو بحالۍ لپ??ره د لويو وسائلو ضرورت دے ٬د دې سېلاب له امله 30 اربه ډالره زيان شوے ٬دا د ي والي معامله نه بلكې د انصاف معامله ده٬ ده ووئېل د سېلاب ځپيلو رېليف مرستې سره سره پاكستان د معاشي استحكام پشمول د دې لويو چېلنجونو مخ نيوي لپ??ره د قرضونو په شكل كښې هم مرستې ته اړتيا لري ۔انتونيو ګوتيرس كوم چې د دې نه وړاندې د پاكستان سېلاب ځپليو لپ??ره د 160 ملين ډالرو درخواست نړيوالو ته كړے ؤ ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې ماحولياتي بدلونونو سره مخ دي٬د اوسني سېلاب او قدرتي آفت نه پس اېن اېف آر سي سي٬حكومتي ادارو او اېن جي اوز په بشپړه ډول د ځپليو مرستې لپ??ره كار كړے۔ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو اثرات كښې ډېره كمه برخه لري خو د دې منفي اثرات څخه ډېر زيات ځپلے شوے٬د كاربن په اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم لږه ده٬د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپ??ره مونږ ټولو له به په ګډه خپل كردار ا??ا كول وي٬ ده ووئېل د موسمياتي بدلونونو څخه چې كوم قدر پاكستان ځپلے شوے٬په نړۍ كښې د دې مثال نه موندلے كېږي٬د پاكستان لخوا د موسمياتي بدلونونو څخه بچ كېدو لپ??ره چې كوم اقدامات پورته كړي شوي نړيواله اداره هغې معترف ده۔ ده ووئېل پاكستان په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو په اړه كار كوي۔سېكرټري جنرل ووئيل دې سخت صورتحال څخه ويستلو لپ??ره په لويه پېما??ه د وسائلو ضرورت دے۔د ځپليو رېسكيو او رېليف پړاؤ نه پس د بحالۍ او بيا رغونې پړاؤ كښې نړيواله ورورولي له بشپړه مرسته كول غواړي۔ده ووئيل مونږ د موسمياتي بدلونونو په سبب د قدرتي آفت په دور كښې پاتې كېږو٬نن هغه صورتحال سره پاكستان مخ دے نو سبا كوم بل هېواد هم د موسمياتي بدلون څخه ځپلے كېدے شي۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له پاكستان سره مرسته كول پكار ده او د سېلاب ځپليو مرستې لپ??ره خپل كردار ا??ا كول هم پكار دي۔وزيراعظم شهباز شريف د سېكرټري جنرل د پاكستان دورې كولو مننه كولو سره ووئيل د هغه لخوا په داسې وخت كښې چې پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې سېلاب او د قدرتي آفت ښكار دے په دې موقع د پاكستان دوره د هغه لخوا د پاكستان اولس لپ??ره د خېرسګالۍ پیغام دے٬هغه د پاكستان اولس ته دا وئېلو له راغلے دے چې هغه په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس سره ولاړ دے او هغه به پخپل دائره كار كښې ترلاسه وسائل استعمالوي او د غم په دې سخت وخت كښې د ځپليو هر ممكنه مرسته به وكړي٬ ده ووئېل د تباه شوي انفراسټركچر بحالۍ لپ??ره چې څه هم كېدې شوو كوو به۔ده ووئيل د سېكرټري جنرل په توګه٬په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات او اوس اېن اېف آر سي سي كښې د هغه د خبرو ??ه دا معلومېږي چې هغه د زړه نه خبرې كړي۔د هغه خبرو ??ه داسې معلومېږي چې هغه د يو دړد لرونكې پاكستاني غوندې خبرې كوي۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو٬د نړيوالې ورورولۍ او د هېواد په ك??ه د ترلاسه كېدونكې مرستې د يوې يوې پېسې په سپيځلتيا سره د كارولو باور وركوو۔د دې څخه وړاندې په نېشنل فلډ ريسپانس كوآرډينېشن سنټر كښې وزيراعظم شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس د دورې په موقع د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د اېن اېف آر سي سي ډپټي چيئرمېن احسن اقبال او د د اېن اېف آر سي سي نېشنل كوآرډينېټر ميجر جنرل ظفر اقبال په هېواد كښې د سېلاب صورتحال٬زيانونو٬رېسكيو او رېليف هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔