اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي عمران خان د سياست نه ټوقې جوړې كړي ٬عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره ??كو??ت او اپوزېشن له په ګډه كردار ادا كول پكار دي٬سېلاب ځپليو ته پام نه كول غفلت دے ٬نړيوال ډورز او نړيوالې كميونټي ته د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې درخواست كول پكار دي٬د پي ټي آئي غړي يو پلو د اسمبلۍ څخه مستعفي وركوي او بل پلو په ضمني ټاكنو كښې هم برخه اخلي٬ په داسې كولو قامي پيسه ضائع كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬په ??ې اړه د قامي غفلت څرګندونه ك??ږي??ده ووئيل داسې معاشي صورتحال كښې اولس ډېر پرېشانه دے او صورتحال په قابو كښې نه دے ٬بل پلو عمران خان خپله سلسله شورع كړی ٬ هغه له ??كو??ت مستحكم كول پكار دي خو هغه ئې د عدم استحكام ښكار كوي٬ ده ووئېل عمران خان په خپل يو تقرير كښې هم د سېلاب خبره نه ده كړې٬عمران خان په موجوده ??كو??ت د معيشت پړه اچوي خو د هغه خپله كاركردګي څه وه ٬ ده ووئېل عمران خان پخپله د آئي اېم اېف د لوظ نامې خلاف ورزي كړی ٬ په دې سبب سختې پريكړې شوي٬مونږ ته دا مهال تر ټولو زي??ته پرېشاني دا ده چې اولس ته تراوسه رېليف نه دي ترلاسه شوے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل د ب??ېښ??ا او ګاز لوډشېډنګ سلسله بيا پيا پېل شوې ٬د بل پلو د ب??ېښ??ا زيات بلونه؟ ده ووئېل دا وجه دې وښودلې شي چې په خېبرپښتونخوا كښې كوالټي ب??ېښ??ا نه وركړې كېږي او بلونه زيات راځي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا او هېواد كښې د امن او امان صورتحال تشويشناك دے٬په خېبرپښتونخوا كښې ټارګټ كلنګ او د يرې فضا ده٬ قلنګ اغستل هم شروع شوے ٬مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي زياتۍ كيسونه هم هره ورځ زياتېږي٬په نېشنل ايكشن پلان دې بيا د سره عمل وكړے شي
عمران خان د سياست نه ټوقې جوړې كړي ٬سېلاب ځپليو ته پام نه كول غفلت دے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ
Lucky 6 Roulette Reputable Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار