اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د اسلام آباد جوډیشل مجسټریټ سول جج احمد شهزاد ګوندل په قامي خبر رسنه اداره (اے پي پي) كښې د جعلی بھرتیانو په مقدمه كښې د نومولي شوي مرکزي مل??م ارشد مجید چوهدري پشمول 5 مل??مان په دوه ورځني جسمانی ریمانډ اېف آئي اے ته سپارلې دي ۔د نهي په ورځ قامي تحقیقاتي ادارې (اېف آئي اے ) د اے پي پي پخوانے منیجر ??کاؤنټس ارشد مجید، د هغه ??وے تیمور ارشد،سعد یوسف، قیصر جواد او فواد خان عدالت ته وړاندې كړل۔په ریمانډ پرچه كښې اېف آئي اے استدعا وکړه چې د مل??مانو څخه د لا پلټنو ، ریکارډ او روپو برآمد كولو لپاره 7 ورځي جسمانی ریمانډ ته اړتيا ده۔ د اېف آئي اے سب انسپکټر احتشام ګوندل عدالت ته ووئيل پخواني منیجر ??کاؤنټس ارشد مجید 18 مل??زمانو ته په تنخا جاري کولو لاس ليك كړے كوم چې يو غیر قانوني اقدام دے دغسې عثمان یونس د آډټ انچارج په ح??ث په دې فراډ او دھوکه كښې ككړ دے۔ملزمانو څخه د دستاویزات برآمد كولو او اے پي پي څخه اغستې شوې تنخاه په لړ كښې د روپو برآمد کولو لپاره دې د مل??مانو د 7 ورځو جسماني ریمانډ اجازه راكړې شي۔ پلټڼې كونكې افسر احتشام ګوندل ووئيل زمونږ د تفتیش له مخې د دې تعیناتیو خو نه ادارې نوټیفکیشن جاري کړے او نه ایچ آر ډیپارټمنټ كښې څه ريكارډ شته او نه میډیکل رپورټ ادارې ته وړاندې شوے۔دا بھرتۍ د ادارې د مشر د جعلي لاس ليك د لارې شوي۔تفتیشی افسر عدالت ته ووئيل د قامي خبر رسني ادارې (اے پي پي) منیجنګ ډائریکټر او منیجر ??یچ آر څخه هم تحقیقات شوي چې پكښې ثابت شوې چې دا تعیناتۍ د هغوي په منظورۍ نه دي شوي۔عدالت ته ووئيل شول په دې كښې زياتره مل??زمانو د درېو ٬ درېو مياشتو تنخاه اخستي ۔ د هغې ریکوري او د هغوي د تعیناتۍ جعلی دستاویزات برآمد كولو له د مل??مانو جسماني ریمانډ ضروري دے۔د پخواني منیجر ??کاؤنټس ارشد مجید چوهدري زوي تیمور ارشد هم په ګټه ترلاسه كوونكو كښې شامل دے۔ د دې مقدمې ټول ریک??ډ د ارشد مجید سره دے،د هغه هم جسمانی ریمانډ ضروري دے۔په دې کیس كښې نومولي مل??مان زياتره خپلوان دي دغسې دا هم ثابتيږي چې د دې مقدمې مرکزي کردار پخوانے منیجر ??کاؤنټس ارشد مجید چوهدري دے۔ د اے پي پي لیګل ایډوائزر خرم بیګ عدالت ته ووئيل مل??مانو په جعلی کاغذات جعلی لاس ليك كولو تعیناتۍ كړي او پخوانې منیجر ??کاؤنټس ارشد مجید هغوي له تنخاګاني وركړي۔خرم ملك ووئيل د دې تعیناتیو منظوري د تقرری کوونكو چارواكو څخه نه ده اغستلې شوې او نه ایچ آر ریکارډ كښې شته۔ نيولے شوو 5 مل??مانو كښې 4 مل??مان داسې دي كومو چې د اے پي پي څخه د تنخاه د لارې غیر قانونی ګټه ترلاسه كړې دغسې د پخواني منیجر ??کاؤنټس په لاس ليك دغه ??نخاګاني وركړې شوي۔د سماعت په مهال فاضل جج احمد شهزاد ګوندل د اېف آئي اے څخه پوښتنه وكړه چې په دې کېس كښې دتقرري کوونكو چارواكو څخه هم پلټني شوي ؟ نو په ځواب كښې سب انسپکټر اېف آئي اے عدالت ته ووئيل د اے پي پي ایم ډی پشمول منیجر ??یچ آر څخه هم په دې اړه انویسټی ګېشن شوے كوم څخه چې دا ثابت شوې چې يادي شوي بھرتۍ جعلي او په غیر قانوني دستاویزات شوي ۔ فاضل جج ووئيل غیر قانوني بھرتی كوونكو څخه روپۍ ریکور کول دي، نور انویسټی ګیشن څخه به ثابته شي چې دا بھرتۍ جعلي دي۔ فاضل جج چارواكو ته ووئيل د مل??مانو په ضد د شوي محکمانه انکوائري رپورټ دې هم عدالت ته وړاندې كړے شي۔د سماعت په مهال ارشد مجید او د تیمور ارشد د اړخه عامر عباس ملك ،د مل??م سعد یوسف د اړخه راشد عمر اولکھ عدالت ته وړاندې شول او د جسمانی ریمانډ مخالفت ئې وكړو ۔ عدالت د فریقین دلائل په اورېدو 5 واړه مل??مان په دوه ورځني جسماني ریمانډ اېف آئي اے ته وسپارل ۔دا خبره دې ياده وي چې تيره ورځ د اېف آئي اے سپیشل جج سنټرل همایوں دلاور عدالت څخه د مل??مانو عبوري ضمانتونه په مسترد كيدو د عدالت په خوا كښې مل??مان نيولې شوي وؤ۔ دغسې اېف آئي اے په قامي خبر رسنه اداره اے پي پي كښې د جعلي بھرتیو په کیس كښې په مل??مانو ایف آئی آر درج کولو سره پلټني پېل كړې وې۔
اے پي پي كښې د جعلي بھرتۍ کېس ، عدالت د ارشد مجید چوهدري پشمول 5 ملزمان په دوه ورځني جسماني ریمانډ اېف آئي اے ته وسپارل
Car Crash Game Honest Betting Entrance
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha