اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ټېکس په غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ککړ شوګر مل?? مالکانو په ضد د سختې قانوني کاروايۍ هد??يت كولو سره وئيلي دي چې د چينو په نرخونو کښې زياتوالے به په هيڅ صورت زغملے نه شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اېف بي آر ٬ اېف آئي اے او آئي بي ته د چينو په خرڅو??و كښې د ټېكس غلا ٬ بې سنده خرڅولو او په نرخونو كښې د زياتوالي مخنيوي لپاره په ګډه د كارروايۍ كولو هد??يت كړے دے او په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے شوے دے۔ وزيراعظم اېف بي آر، آئي بي او اېف آئي اے ته هد??يت کړے دے چې په شوګر سېكټر كښې دې د سېلز ټېكس غلا مخنيوې باوري كړې شي۔ د ګني کرشنګ سيزن پېل كېدونكے دے ٬ شوګر ملونو او ډيلرانو څخه دې د جي اېس ټي 100 في صد وصولي هم باوري كړې شي۔ د ب??ان له مخې د وزيراعظم په هد??يت په شوګر ملونو كښې د كېمرو لګولو پرېكړه شوې ده چې ورسره به د چينو د ذخيره كولو مخنيوي وشي او په نرخونو كښې به توازن پاتے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ټېكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر مل?? مالكانو په ضد ب?? سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ وزیراعظم د شوګر سټه مافيا په ضد هم د سختې كارروايۍ كولو هد??يات جاري كړې دي٬ دغسې وزيراعظم د سټیل، سګرېټ، سیمنټ او مشروباتو په شمول په نورو څانګو كښې هم د دې ډول اقداماتو كولو هد??يت كړے دے
د وزيراعظم په ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكانو په ضد د سختې قانوني كارروايۍ كولو هدايت
उच्च और निम्न प्रतिष्ठा वाले मनोरंजन लिंक पासा
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری