اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې صوبائي وسائلو سره په وفاق بريد كوؤنكې انتشاري ډله مرګ ژوبله كولو سره د هېواد معيشت ډي رېل كول غواړي٬ دوئي د هېواد معيشت بهتري ٬ په ګرانې كښې كمې ليدلې نه شي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سر خبرو كښې ده وو??يل د تحریک انتشار لخوا د احتجاجی دھرنې كال مقصد مرګ ژوبله كول وو۔ دوئي دې څخه وړاندې هم راغلې وو ٬ په سنګجاني كښې دوئي پوليس كاڼو سره په نخښه كړل٬ د اسلام آباد پوليس 55 كلن عبد الحميد ش??ه يۍ د تشدد د لارې شهيد كړو ٬ د ??غه كونډه او ماشومان ټول قام څخه دا پوښتنه كوي چې عبد الحميد ش??ه خو كور څخه د خپل فرض ترسره كولو له وتلے ؤ٬ د پوليس تعيناتي د وګړو ژوند آسان جوړولو او د هغوي حفاظت له كولې شي۔ دغسې عبد الحميد ش??ه هم خپل كور څخه خپل بچې د خپلې ډيوټۍ په اړه خبرولو سره وتلے ؤ او بيا كله چې د ??غه مړې كورته راځي نو د دې دړد احساس تحريك انتشار ته نشي كېدې۔ د ده قرباني به بې ځايه نه ځي٬ حكومت دده كورنۍ سره ولاړ دے ٬ د ده كورنۍ كفالت د رياست ذمه واري ده۔ ده وو??يل د احتجاج كوؤنكو مقصد په هېواد كښې د ګرانۍ سنګل ډېجټ ته راتللو ، افراط زر كمېدو ٬ د پټروليم مصنوعاتو بيعې ټيټېډو او په نړيواله كچه د پاكستاني معيشت د بهترۍ اعتراف څخه پام بل پلو ګرځول ؤ۔ ده وو??يل دوئي عبد الحميد ش??ه وتښتولو او په ??غه يۍ تشدد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ ??غه شهيد شو۔ ده وو??يل په هېواد كښې انتشار خپرولو سره دا پېغام وركول غواړي چې د دې په شا د دوئي مقصد د هېواد پرمختګ ډي رېل كول دي۔ ده وو??يل تحريك انصاف چيټۍ واستولې دغسې چې پاكستان ته د آئي اېم اېف پېكج ترلاسه نه شي۔ دوئي په دې پرېشانه دي چې د پاكستان تجارتي خساره ولې نه كميږي٬ برآمدات ولې زياتېږي٬ د پټرولیم مصنوعاتو بيعې څنګه ټيټې شوې۔ ده وو??يل ګرده نړۍ د پاكستان د معيشت د بهترۍ اعتراف كوي۔ نړيوالې ادارې د پاكستان رېټنګ غوره ګرځوي۔ ده وو??يل په تېر وخت كښې په پي ټي وي او پارليمنټ بريد چا وكړو٬ د خپل آرمي چيف په ضد په ګرده نړۍ كښې كمپائن چلولو له فنډنګ چا كولو؟ د پاكستان پوځ يو پېشه ور پوځ دے د كوم چې نړۍ اعتراف كوي۔ ده و??يل احتجاجي چارواكي راوستلو سره د وزيراعلی د خېبر پښتونخوا كے پي هاؤس ته تلل عقل څخه بهر دي٬ ??غه چې كوم كار لپاره راغلے ؤ احتجاج به يۍ ريكارډ كړے او بيا به ستون شوے ؤ۔ كے پي هاؤس ته تلل او بيا دغې ځايې څخه پټېدل يوه معمه ده ٬ دوئي دلته مړي اخستلو له راغلي وو د كومې چې دوئي ته موقعه ترلاسه نه شوه۔ دوئي په پوليس ډزې وكړې ٬ په كاڼو يۍ وويشل ٓ۔ ده وو??يل مونږ به د انتشار خپرېدو اجازه ورنكړؤ٬ د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه به په زړه پورې ډول ترسره شي۔ ده وو??يل مونږ به نړۍ ته د پاكستان ښكلا ښايؤ۔ دلته ګردې نړۍ څخه سېلګري راتلل پېل شوي دي۔ دوئي چې نړۍ ته كوم پېغام ريكارډ كولو سره وركوي په هغې كښې دې دا هم ووايي چې مونږ د 9 مئي په پېښو كښې ككړ وو ٬ مونږ په پوځي تنصيباتو بريدونه كړي دي٬ مونږ خلق په زندانونو كښې اچولې وو۔ دا دې هم ووائي چې د عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت دور فاشسټ دور ؤ۔ ??غه د ګولډ سمتھ د ??غه بيان غندنه ونكړه په كوم كښې چې ??غه د فلسطينيانو په ضد بيانيه وركړې وه۔ ده وو??يل علي امين ګنډاپور دې د صوبو حالاتو ته پام وګرځوي۔ ده وو??يل ??غه دې په صوبه كښې د خپل حكومت او اولس خذمت وكړي۔ د صوبې وسائل په دھرنا د لګولو په ځايې دې د اولس په روغتيا او زده كړو مصرف كړي۔ ده وو??يل دوئي په خپل مقصد كښې ناكامه شوي دي ٬ د پاكستان د پرمختګ سفر به كه پاك پروردګار ته منظور وي روان وي۔
صوبائي وسائلو سره په وفاق بريد كوؤنكې انتشاري ډله مرګ ژوبله كولو سره د هيواد معيشت ډي ريل كول غواړي ٬ د هيواد د معيشت بهتري ٬ په ګرانۍ كښې كمې ليدلې نه شي: عطاﺀ تارړ
Electronic probe credibility betting platform
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria