اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي)د ق??نو?? وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د آئين له مخې د سېنېت نوې منتخب شوي غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل چې په ايوان كښې د پي ټي آئي او سني اتحاد كونسل غړو دريځ واورېدلې شو او په آئين كښې ښكاره دي چې د سېنېټ نوې منتخب غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔?? آرټيكل 60 دوه برخې دي۔په دې كښې هم ښكاره دي چې د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن د ټاكنو څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن د چوكۍ په خالي كېدو د ايوان كوم هم غړې پريذائيډنګ افسر منتخب كولې شي۔د سېنېټ ټاكنې هر درې كاله پس كېږي۔په خېبرپښتونخوا كښې چې پكښې په خاص چوكو د منتخب غړو سوګند پورته كولو په اړه د پېښور هائي كورټ په حكم عمل نه دې شوې۔په هغوي د توهين عدالت كاروائي كېږي او هغوې د الېكشن كمېشن څخه رجوع كړې۔الېكشن كمېشن پريكړه كړې چې تر څو په مخصوص چوكو د منتخب كانديدانو څخه سوګند نه وي اخستلې شوې تر هغه وخت به د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې په 11 چوكو د سېنېټ ټاكنې نه كېږي۔دا معامله په اسلام آب??د هائي كورټ كښې هم زيرسماعت ده
د آئين له مخې د سېنېت نوې منتخب شويو غړو سوګند څخه وړاندې په ايوان كښې كومه كاروائي نشي كېدې۔اعظم نذير تارړ
The official entrance of Destiny of the Sun and Moon Entertainment
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل