اسلام آباد۔21مارچ (اے پي پي )د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزیب وئېلي دي د تل پاتي اقتصادي ترقۍ او نمو لپاره د حکومت محصولات كښې زياتوالي٫په سرکاري کاروباري ملکیتي ادارو كښې د واكدارۍ ښه كولو او د دولتي او شخصي څانګو ترمينځه مرستې ته د ودې ??ركولو لپاره ګامونه اخلي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت ??ه ورځ پاکستان كښې د ای??یائي ترقیاتي بینک کنټري ډائریکټر ینګ یی سره ملاقات كښې وكړه ۔ ملاقات كښې د پاکستان اقتصادي ترقي په لړ كښې د پاکستان او ای??یائي ترقیاتي بینک ترمينځه د روانې مرستې او د سباون د منصوبو جاج واغستلے شو ۔ کنټري ډایک??ر د آئي ایم ایف سره د سټاف لیول په لوظنامه د خزانې وزير له مبارکي وركړه ٬ هغه ووئېل مارکیټ په دغې ډېر مثبت غبرګون ښودلے۔ د خزانې وزير محمد اورنګزیب د پاکستان په پرله پسې مرسته د ای??یائي ترقیاتی بینک د کردار ستائنه وكړه ۔د خزانې وزير په خاص توګه د پالیسۍ په بنیاد د پورونو وركولو او د وبائي رنځونو او د سیلاب اثرات کمولو لپاره د پاکستان د معاونت تعریف وكړو ۔ ملاقات كښې پبلک پرائیویټ پارټنرشپ پروګرام او د سي ډي ریپ په پروګرام تفصیلي خبرې وشوې ۔ وفاقي وزير په ای??یا او بحر الکاہل منطقه كښې د ماحولیاتي او موسمیاتي بدلونونو اثرات کمولو په اړه د ای??یائي ترقیاتي بینک د کردار ستائنه وكړه او د دې خبرې په ضرورت ئې زور راوړو چې د ای??یائي ترقیاتي بینک له د پاکستان د موسمیاتي اهدافو تر مخه خپل آپریشنز له ترتیب وركول پكار دي ۔ دغسې ملاقات كښې فریقین د پاکستان او ای??یائي ترقیاتي بینک تر مينځه د مرستې په وده اتفاق وكړو ۔
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزیب سره د ایشین ډوېلپمنټ بینک کنټري ډائریکټر ملاقات، د پاکستان او بینک ترمينځه د روانې مرستې او د سباون منصوبو جاج واغستلے شو
Goblin's Treasure Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر