اسلام آباد۔17جنوری (اے پی پی) د پاکستان د سېنېټ يو اعلی كچ پلاوي په لندن کښې لارډ قربان حسېن او د برتانيې پارليماني غړي ياسمين قرېشي سره ګټور او په ز??ه پورې ملاقات كړے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په سېنېټر خالده عطيب، سېنېټر عابده عظيم، سېنېټر كېشو بائي او اېډيشنل سېكرټري حفيظ شېخ مشتمل د اعلی كچ پلاوي د برطانيې پارلېماني غړو سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې او د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو ئې زور راوړو۔ پلاوي د پاکستان د ټاکنیز نظام په اړه هر اړخیزه ??ائزه وړاندې ک??ه په كومه كښې چې ووئيل شول د پاكستان پارليمان كښې د خاص چوكو د لارې د مېرمنو نمائندګۍ ته خاص پام ګرځولے شوے ۔ د برطانيې پارليماني غ??و پلاوي ته د برطانيي هاؤس آف لارډز غړي جوړېدو عمل او د پارليماني او ټاكنيز نظام مهمو اړخونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې د اړوندو پارلماني تړون په ا??ه په دوه اړخيزه ??فاهم هم اتفاق وكړے شو۔ لارښودو د بېن الپارليماني مرستې زياتولو په اهميت زور راوړلو سره د دوا??و پارليمانونو ترمينځه نزدې اړيكو ته وده وركولو له ?? عزم پخلے وكړو۔ د سېنېټ پلاوي د دې ملاقات په نتيجه كښې د رامخې ته شوي مثبت پېشرفت لا مضبوطېدو هيله هم څرګنده كړه
د پاكستان سېنېټ پلاوي د برطانېي پارلماني غړو سره ملاقات
Wanted or Wild Official Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری