مظفرآباد ۔14دسمبر(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر قانون سازې اسمبلۍ غړو د هند سپريم كورټ د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت به اړه متعصبانه پرېكړه مسترد كولو سره دغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولې۔ د ملګرو ملتونو د قراردادونو په موجودګۍ كښې دا پرېكړه هېڅ معنی نه لري٬ دې پرېكړې سره د كشمير په مسئله ??ېڅ اغې?? نه پرېوزي٬ د كشميري اولس ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې كشمير آزاد شوے او د پاكستان برخه جوړ شوے نه وي۔ د آزاد جموں وکشمیر قانون سازې اسمبلی خصوصی غونډه د سپيكر چوهدري لطيف اكبر په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه۔ د غونډې په پېل كښې د اسمبلۍ غړي حافظ حامد رضا د كشمير شهيدانو ٬ د فلسطين شهيدانو او د پاك پوځ شهيدانو روحونو ته ثواب رسولو له ??اتحه خو??ني وكړه۔په غونډه كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ، د آزاد كشمير وزیراعظم چوهدری انوار الحق ، د پاکستان پیپلز بارټي (آزاد كشمير) صدر چوهدري محمد یاسین، د مسلم لیګ ن صدر شاہ غلام قادر، پخو??ني وزیراعظم و صدر مسلم کانفرنس سردار عتیق احمد خان، پخو??ني وزیراعظم راجه محمد فاروق حیدر خان، د تحريك انصاف صدر او پخو??ني وزیراعظم سردار عبدالقیوم نیازي او د جموں وكشمير پپيلز پارټي صدر سردار حسن ابراهیم خطاب وكړو۔ د غونډې په پیل كښې نګران وزيراعظم ته هركلے وئيلو سره د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر ووئيل ??ې سره به د لائن آف کنټرول دې اړخ ته د كشمير آزادۍ لپاره د هڅو كوؤنكو حوصلې لوړې شي۔ ده ووئيل ?? هندي سپريم كورټ لخوا دا متعصبانه پرېكړه په حقيقت كښې د 05 اګست 2019 اقدام تسلسل دے۔ ده ووئيل هندي عدالتونو څخه هم دا ډول ناوړه پرېكړې رامخې ته كېږي۔ دې څخه وړاندې د بابري مسجد او د افضل ګورو په كېس كښې هم يو اړخيزه او د آئين او قانون په ضد پرېكړه رامخې ته شوې وه۔ ده ووئيل ?? سپريم كورټ دا پیښه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل ?? ملګرو ملتونو د قراردادونو په موجودګۍ كښې دا پرېكړه هېڅ معنی نه لري٬ دې پرېكړې سره د كشمير په مسئله ??ېڅ اغې?? نه پرېوزي٬ د كشميري اولس ستړې به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې كشمير آزاد شوے او د پاكستان برخه جوړ شوے نه وي۔ ده ووئيل ??ه د پاك پوځ قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كومو چې د هېواد دفاع لپاره تل د خپلو ځانونو قرب??ني وركړې ده۔ پخو??ني وزيراعظم سردار عبدالقیوم نیازي ووئيل ?? آزاد کشمیر حکومت جوړېدو مقصد د كشمير مسئلې حل كولو لپاره كار كول وو نو ځكه دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د كشمير مسئلې په هر نړيوال فورم رامخې ته كولو له ??ول صلاحيتونه وكاروؤ۔ پخو??ني وزيراعظم سردار عتیق احمد خان ووئيل مونږ د كشمير مسئلې ته د پاكستان په ن??طه نظر ګورؤ۔ مونږ غواړؤ چې پاكستان مضبوط او مستحكم وي چې ورسره به د كشمير په مسئله ??ثبت اغېز پرېوزي۔ پخو??ني وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان ووئيل ?? رائے شمېره د كشميري اولس غوښتنه ده۔ تر كومې چې كشميري وګړو ته د خپلواكۍ منلے شوے حق ترلاسه شوے نه وي تر هغه وخت دې د آزاد كشمير حكومت د جموں وكشمير د نمائنده حكومت په توګه تسليم كړے شي۔ ده ووئيل مونږ ته دې په نړيواله ??چه د خپلې مقدمې وړاندې كولو اجازه راكړې شي ٬ مونږ به پاكستان مايوسه ن?? كړؤ۔ د جموں وکشمیر پیپلز پارټي صدر سردار حسن ابراهيم ووئيل ??ا مهال ورلډ آرډر بدلېږي۔ د دې په تسلسل كښې هندوستان په كشمير كښې هم جارحيت كوي۔ د کشمیري وګړو تحريك 76 كاله ??خوانے دے۔ كشميرے اولس د هندي عدالت متعصبانه پرېكړه مسترد كوي۔ ده ووئيل ?? كشمير آزادۍ لپاره كه مونږ له 100 كاله ??م جنګ كول وي نو مونږ به دا جنګ كوؤ او تر كومې چې كشمير آزاد شوے نه وي مونږ به په قلار نه كېښنو۔
د آزاد جموں وكشمير قانون سازې اسمبلۍ خصوصي غونډه ٬ غړو د مقبوضه كشمير په اړه د هند سپريم كورټ متعصبانه پرېكړه مسترد كولو سره دغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي وګرځوله
The legendary Monkey King entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ