اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ډېره اسماعيل خان په بېلو سيمو كښ?? د ترهه ګرۍ د بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره د شهيدان?? كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د پاكستان امنيتي ځواكونو لازواله قربانۍ وركړي دي٬ د منطقې امن بقاﺀ لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده د ترهه ګرو بريدونو په مهال ژوبل شوو امنيتي اهلكارو زر روغتيا لپاره دع?? هم وكړه۔په سېنېټ كښ?? دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي٬ په سېنېټ كښ?? د حكومتي ډلې مشر سېنېټر محمد اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم هم د ډېره اسماعيل خان په بېلو سيمو كښ?? د ترهه ګرو د بريدونو په سخته ټكو غندنه وكړه۔ده د ترهه ګرۍ په بريدونو كښ?? د شهيدو شوو اهلكار?? كورنيو سره د يووالي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو امنيتي اهلكارو زر روغتيا لپاره ئې دع?? وكړه ۔ده ووئيل ترهه ګر د ټول انسانيت دښمنان دي٬پاكستان د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره عزم لري
د سېنیټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه
Smart Wonders Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل