اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د رياست او اولس ترمينځه په يوه داسې لوظنامه باور لرؤ په كومه كښې چې د حقونو تحفظ وي۔ جمهوريت د پارليمان د پياوړتيا ضامن دے ٬ د هرې يوې ذمه وارې ټولنې په څير مونږ هم د خپلو وګړو خېر ښ??ګړه غواړؤ ٬ امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ د موسمياتي بدلونو منفي اثراتو مخنيوي لپاره امريكا سره نزدې همكاري روانه ده ٬ پاكستانې اولس صلاحيت لرونكې قام دے او په روانو ستونزو قابو موندلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هاورډ پوهنتو?? زده كوؤنكو سره د ملاقات او د سوال وځواب نشست په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د هاورډ پوهنتو?? زده كوؤنكو ته وزيراعظم آفس ته په راتللو هركلې ووې۔ ده و??ئيل چې د رياست او اولس ترمينځه په يوه داسې لوظنامه باور لرؤ په كومو كښې چې د حقونو تحفظ وي۔ ده و??ئيل په امريكائي ټولنه كښې تنوع نورو هېوادونو لپاره يو مثال دے٬ په تېرو 200 كلونو كښې امريكې په زړه پورې پرمختګ كړے دے٬ د امريكې ټولنه كښې رواداري ده او زغم دے٬ امريكې د علم او هنر په مېدان كښې ډېر څه ترلاسه كړې دي۔ نګران وزيراعظم ووئيل نورو هېوادونو له به خپلو ګټو لپاره دې څخه سبق اخستل وي۔ ده و??ئيل دا ضروري نه ده چې امريكا سره دې په هره يوه خبره موافقت وكړے شي۔ ده و??ئيل د قومونو ترمينځه په ځينو چارو موافقت وي او په ځينو اختلاف ولې بياهم امريكا سره زمونږ مثبت او تعميري تعلق دے۔ ده و??ئيل امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ۔ ده و??ئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے۔ ده و??ئيل موسمياتي بدلون يو وجودي خطر جوړ شوے دے۔ ده و??ئيل نړۍ امريكا ته د يو لوے طاقت په توګه ګوري بياهم هيله لري چې هغه خپل ځان ګرين پاور كښې بدل كړي۔ ده و??ئيل تېر كال په بلوچستان او سندھ كښې د موسمياتي بدلون له امله راغلي سېلاب لويه تباهي خپره كړې ده۔ ده و??ئيل پاكستاني ډ??كټ??ان په امريكائي ټولنه كښې زمونږ شناخت دے۔ پاكستاني ډ??كټ??ان د خپلې پوهې له كبله په نړۍ كښې پېژندلې شي۔ ده و??ئيل ضروري ده چې زمونږ ځوانان چرته هم لاړ شي هغه كامياب شي۔ ده و??ئيل پاكستانې قام په ستونزو د قابو لرلو صلاحيت لري۔ وزیراعظم ووئيل جمهوريت د پارليمان د مضبوطولو ضامن دے۔ په جمهوريت او عددي بنياد آمريت كښې بايد فرق وپېژندلې شي۔ زمونږ په ګاونډ كښې د جمهوريت په نامه هم داسې كېږي۔ ده و??ئيل په جمهوري ټولنه كښې د هر يو فرد د حقونو تحفظ ضروري دے۔ ده و??ئيل نګران حكومت به په خپله لنډه موده كښې په خرڅونو كښې كمي ٬ محصولاتو كښې زياتوالي او د بشري وسائلو پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ ده و??ئيل په پاكستان كښې نزدې 9 فیصده آبادي د ټېكسونو د لارې په جي ډي پي كښې خپله برخه اچوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې نګران وزيراعظم د سو??یت یونین او افغانستان جنګ او دې څخه وروستو په منطقه كښی د رامخې ته شويو پېښو په مهال د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ده و??ئيل پاكستان په نړيوال امن او معيشت كښې زيات كردار ترسره كړے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل جمهوریت پارليمان مضبوط كړے دے او پاكستان كښې د تېرو 15 كلونو په مهال درې جمهوري حكومتونو خپله موده ترسره كړه۔ ده و??ئيل جمهوريت يو عمل دے۔ مونږ د دې د كاركردګۍ او همكارۍ عمل عزم لرؤ۔ وزیراعظم د سماجی نظم و ضبط د تسلسل او د قانون د حكمرانۍ په ځايې د ساتلو په اهميت هم زور راوړو۔ ده و??ئيل پاكستان په بېلو چارو امريكا سره په مثبت ډول همكار پاتے شوې دې ۔ ده زياته كړه چې په بېلو نړيوالو مسئلو د دواړو هېوادونو ترمينځه اتفاق او اختلاف دواړه ليدلي شوي دي۔
د هرې يوې ذمه وارې ټولنې په څير مونږ هم د خپلو وګړو خير ښيګړه غواړؤ ٬ امريكا سره تعميري ٬ مثبت او د اوږدې مودې همكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ د انوار الحق كاكړ د هاورډ پوهنتون زده كوؤنكو سره خبرې
Fruit Candy Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ