APP32-130623
LAHORE: June 13 - Minister for Information and Broadcasting Marriyum Aurangzeb talking to the media persons during 'Meet the Press' Program on her visit to the Lahore Press Club. APP/MTF/MAF/FHA
لاهور 13 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې انتخابات كول د اليکشن کميشن ذمه داري ده، چې اعمال سم وي نو څوك د سياست نه مائنس كېدې نشي٬ د سوال پارټي داسې دانه وانه كېږي لكه څنګه چې تحريك ان??اف دانه وانه شوې، مسلم ليګ (ن) په سياسي انتقام باور نه لري٬ د نواز شريف په مشرۍ كښې د اليکشن تيارۍ كوٶ، د سېلاب باوجود د غنمو ښه پېداوار شوې٬ ميډيا وركرز ته هېلت انشورنس وركولې كېږي، دوه اوونيو كښې به مېكانزم جوړولو سره دا باوري كوٶ۔ د نهې په ورځ لاهور پرېس كلب كښې ميټ دي پرېس پروګرام ته خپلې وېنا كښې دې و??ئيل په تېر دور كښې چې په صحافت كوم قدغن لګولې شوې٬ په خب??يالانو تشدد شوې ھغه وخت هم خب??يالانو سره وو۔ وفاقي وزيرې و??ئيل د خب??يالانو د سېفټي بل بنياد د نواز شريف په دور كښې اېښې شوې ٶ٬ په بل كښې لائف انشورنس، د ترهګرۍ يا حادثاتي معاملے به هم په دې كښې شاملولې شي۔ دې و??ئيل حكومت په وړومبي ځل پېمرا كښې حکومتي بزنس خب??يالانو ته تنخا وركولو سره تړلے دے او آئي ټي اېن اي لس كروړه ريكوري كولو سره كومو خب??يالانو ته چې تنخاګانې نه وې وركړې شوې دوي ته ئې تنخاګانې وركولو سره يو تاريخي كار كړېدے۔ دې و??ئيل كله چې په مونږ د پارلمان دروازې بندې و?? نو د نېشنل پرېس كلب دروازې بېرته وې۔ ده ووئيل كه د لاهور پرېس كلب وي يا د اسلام آباد نېشنل پرېس كلب وي د دې دروازے زمونږ لپاره بېرته وي۔ دې و??ئيل د ميډيا ورکرز لږ نه لږ تنخا 35 زره كول د دوي حق دے۔ دې و??ئيل د سندھ سمندر غاړې سيمه د سمندي طوفان نه بچ كولو لپاره منصوبه بندي كوٶ۔ دې و??ئيل بجټ كښې ځوانانو لپاره مراعات اېښې شوې دي٬ نوې كول دې څخه مستفيد كېدې شي۔ دې و??ئيل حکومت د پټرول او غنمو بېعه ټېټول غواړي دغسې چې د دې نېغه په نېغه ګټه اولس ته ترلاسه شي۔ دې و??ئيل موجوده بجټ معيشت او د روزګار وژن له مخې تيار كړې شوې دې۔ وفاقي وزيرې و??ئيل الېكشن كمېشن به د اسمبلۍ آئيني مودې ترسره كېدو نه پس د ټاكنو نيټه وركوي، مسلم ليګ (ن) خپل الېكشن كمپائن شروع كړے دے ، شجاع آباد، وهاړي او لاهور كښې مريم نواز جلسے كوي۔ دې و??ئيل اولس د كركې او اړي ګړي سياست نه پوزې له راغلي وو٬ اوس به اولس د ووټ د لارې د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل په كال 2018 كښې د سازش د لارې يو نااهل، غل، نالائق او كرپټ شخصيت د وزيراعظم په چوكۍ مسلط كړې شوې چا چې اپوزيشن دېوال سره لګولې او دوي ئې د تورو تنبو شا ته كولو سره سياسي انتقام پېل كړې ٶ۔ وفاقي وزېرې و??ئيل مسلم ليګ (ن) په سياسي انتقام باوري نه لري۔ دې و??ئيل د مئي په 9مه نيټه پېښو كښې چې څه شوي په ھغې عمران خان ته “ګډ ټو سي يو” ووئيل شول۔ دې و??ئيل څوك چې په اولس كښې ناسته كوي ھغوي ته څوك ماتې نشي وركولې٬ د سوال پارټي داسې دانه وانه كېږي لكه څنګه چې تحريك ان??اف دانه وانه شوې۔ دې و??ئيل ن ليګ د نواز شريف په مشرۍ كښې د الېكشن تيارۍ كوي او د الېكشن مېنډېټ به اخلو٬ دا مهال پاكستان ته د نواز شريف غوندې د ليډر ضرورت دے٬ د ټيريان پاپا له به د خپل اقتدار ځواب وركول وي ځكه چې څوك د قانون نه استثني نه لري۔ دې و??ئيل د مئي د نهمې نيټې پېښو كښې ككړ شرخوښو سره به هېڅ قسم رعايت نه كېږي۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر سهېل علي خان او نور هم موجود وو