اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وسله والو ځواكونو له د هند د اړخه د څه ډول جارحیت په ضد د پري??ړې وړ او د كوټلې ځواب وركولو اختیار وركړے دے۔ ده د زيارت پھ ورځ په وزیراعظم آفس كښې د قامی سلامتیا کمېټۍ غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د پلوامه پېښې نه پس جیو استراتيجكي او د قامی سلامتیا په ??اپيرچل او صورتحال غور اوشو۔ غونډې دا خبره نوټ كړه چې د پاکستان ری??ست په ياده شوې پېښه كښې په هيڅ صورت ككړ نه دے۔ د دې پېښې منصوبه بندی او عمل درآمد په ??ائې كچه شوې دے۔ په دې لړ كښې پاکستان د پېښې پلټنو وړانديز ??ړې او د ترهه ګرۍ پشمول په نورو شخړو ئې د خبرو اترو وئېلې دي ۔ مونږ په دې وړانديزونو د هند څخه د ځواب هيله لرو۔ د پلټنو كولو يا ور??ړې كوم كوټلې ثبوت په بنیاد به د پاکستان ری??ست د خپلې خاورې كارولو په حقله د ككړو كسانو په ضد کارروائی کوي خو هند له به هم په دې ځان پوهه كول وي جې د مقبوضه کشمیر وګړې د مرګ څخه ولي نه يرېږي۔ مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د تشدد انتهائی منفی غبرګون رامخې ته دے۔ نړيوالې ورورولۍ له د ملګرو ملتونو قراردادونو او کشمیری اولس هيلو ترمخه د کشمیر شخړې هواري له کردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل دا نوې پاکستان دے او مونږ د خپل اولس حفاظت باوري كولو له لوظي يو او ری??ست د هغوي د تحفظ صلاحیت لري او په دې خبره باور لرو چې د طاقت د كارولو اختیار يواځې د ري??ست كار دے، ده ووئېل مونږ ګڼو چې ترهه ګري او انتهاء خوښې د سيمې بنیادی مسئلې دي او د پاکستان پشمول ټوله سيمه دې څخه ځپلې شوې، پاکستان د 70 زره څخه زياتې ځاني قرباني ور??ړې او قامی خزانې ته هم لوئ زيان رسيدلې۔ هم دغه وجه ده چې 2014ء كښې قامی تګلاره وضع او جاری کړې شوې ۔ده ووئېل د پاکستان ری??ست له به نيغ په نيغه خطرې ته پام لرنه كول وي او دا خبره به باورې كول وي چې شدت خوښې او انتهاء خوښې به ختمول وي۔ په دې لړ كښې وزیراعظم د كورنيو چارو وز??رت او امنيتي ادارو ته سپارښتنه ??ړې چې په سمدستي توګه عملی اقدامات تند كړي
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامی سلامتیا کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری