اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني خوري كښو مننه كولو سره وئيلي چې د روان كال اګست مياشت كښې 2.7 بېليونه ډالره رالېږلې شوې دي كوم چې د تېر كال اګست مياشتې 2.1 بېليونه ډالرو په مقابل كښې 27 فيصده زيات دي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې فرخ حبيب ووئيل د سږني كال په وړومبو دوه مياشتو جولائي او اګست كښې بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا په مجموعي توګه 5.4 بېليونه ډالره ترسيلات شوي كوم چې د تېر كال د دومره مودې په مقابل كښې 10.4 فيصده زيات دي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea