كمزورې او طاقتورې ډلې له بايد يو قانون وي۔ قوي خلق دا غواړي چې غلا دې كوي ٬ ډاكې دې اچوي او مني لانډرنګ دې كوي خو څوك دې هغوي ته لاس نه اچوي۔ په ټولو څانګو كښې مافياز ناست دي۔ د وزيراعظم د جلوزئی هاؤسنګ سکیم بنياد تيګې كېښودلو دستورې ته خطاب


نوشہرہ۔21اپریل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي طاقتور خلق د قانون تابع كېدل نه غواړي۔ د پی ډی اېم په ډول اتحاد جوړوي۔ هغوي دا غواړي چې غلا دې كوي ٬ ډاكې دې اچوي او مني لانډرنګ دې كوي خو څوك دې هغوي ته لاس نه اچوي۔ په ټولو څانګو كښې مافياز ناست دي٬ شوګر مافیا ګران چيني خرڅوي او ټېكس نه وركوي۔ د كمزور او طاقتور لپاره بايد يو قانون وي۔ موجوده حكومت د ارزانو كورونو خوب ريښتيا كړو۔ كومه ټولنه چې د خپلو كمزورو او بې وزله طبقو خيال نه ساتي پرمختګ كولې نه شي۔ د نیا پاکستان هاؤسنګ منصوبې سره به كم آمدن لرونكو وګړو ته خپل كورونه ترلاسه شي۔ وفاقی حکومت به په هر يو كور 3 لكه روبۍ سبسډي وركوي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ د نوې پاكستان هاؤسنګ منصوبې ترسېوري لاندې د جلوزئۍ هاؤسنګ سکیم بنياد تيګه اېښودلو په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل دا هاؤسنګ سكيم هغه طبقې لپاره دې كوم چې خپل كور جوړولے نه شي۔ په ګرد هېواد كښې په اولني ځل دا منصوبه پېل كړې شوې ده۔ هغه ووئيل په مدينه منوره كښې چې حضور نبي كريم (ص) كوم بدلون راوستلے و د هغې بنيادي فلسفه دا وه چې په ټولنه كښې كمزورې طبقو ٬ يتيمانو او كونډو لپاره احساس پېدا كړے شو او دا وړاندې كله نه وه شوې۔ رياست يوه پرېكړه وكړه چې كه مالي وسائل وي يا نه وي دې طبقې ته ګټه رسول دي او د دې ټولنې دويم اړخ د قانون سرلوړي وه۔ د قانون سرلوړۍ مقصد طاقتور هم د قانون پابند كول دي كوم چې ځان د قانون نه پورته ګڼي هغه غواړي چې هغوي دې غلا كوي ٬ ډاكې دې اچوي او مني لانډرنګ دې كوي خو څوك دې هغوي نه نيسي۔ هم دغه خلق بلېك مېلنګ كوي۔ دغسې زمونږ هېواد كښې شوګر مافيا ده كومه چې ګران چيني خرڅوي ٬ قيمتونو كښې اضافه كولو سره بې وزلي زياتوي او ټېكس نه وركوي۔ كله چې د هغوي په ضد كارروائي كولې شي نو هغوي هم خپل ځان خاص خلق ګڼي۔ په ھره يوه څانګه كښې مافياز ناست دي۔ هغه ووئيل د اولس بنيادي ضرورتونه ترسره كول د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ غریب ، مزدور ، واړه دكانداران او چھابړي واله هم د خپل كور خواهش لري۔ د دوئي په حقله وړاندې چا سوچ هم نه دے كړے۔ كله چې زلزله يا سېلاب راځي يا په قبائلي سيمو كښې جنګ وشو نو ځپلي خلق په كېمپونو كښې پاتې شول۔ افغان كډواله هم جلوزئی کېمپ كښې پاتې شوي دي۔ هغه ووئيل د خپل كور نه لرلو يره تر ټولو لويه يره ده۔ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل بې وزله او كمزورې طبقې له هاؤسنګ منصوبه پېل كړې شوې ده۔ پخواني وزيراعظم محمد خان جونېجو هم هڅه كړې وه خو د هغه سكيم ناكامه شوې ځكه وه چې هغه كورونه هغه ځائې جوړ كړل چرته چې خلقو وسېدل نه غوښتل۔ هغه ووئيل موجوده حكومت د كم مصرف هاؤسنګ سكيم لپاره اول سروے بشپړ كړه او څوك چې كور نه لري هغه ئې رجسټرډ كړل۔ حكومت دومره وسائل نه لري چې هر وګړي ته كور وركړي دې لپاره ئې بېنكونه كورونو لپاره قرض وركولو ته تيار كړل۔ وفاقي حكومت به په هر يو كور 3 لکھ روپۍ سبسډي وركوي او كور ترلاسه كوؤنكې به د كرايې په ځائې قسط جمع كولو سره د كور مالك جوړېدے شي۔ د 25 لکھ روپو كور به په 22 لكه روپۍ ترلاسه كېږي۔ هغه ووئيل د هاؤسنګ سكيم دائره به د خېبر پختونخوا نورو ضلعو ته خپرولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د قرعه اندازۍ د لارې به اپارټمنټس وېشلے شي۔ وزیر اعظم ووئيل اولس ته د هېلت كارډ په وركولو د خېبر پختونخوا حكومت د مباركۍ مستحق دے۔ مالدار هېوادونه هم دا آساني نه شي وركولې۔ د خیبر پختونخوا وګړي تر 10 لكه روپو درملنې كوم هم روغتون كښې كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پناګاه جوړولو منصوبه هم ډېره مهمه ده۔ د دې دائره به هم ګرد هېواد كښې خپرولې شي دغسې چې مزدورانو ته د خوراك او استوګنې وېړيا آسانۍ وركړې شي او خپلې پېسې كورونو ته ولېږي۔ هغه ووئيل د څوك دې نهر نه اوده كېږي منصوبې له مخې د موبائل کچن د لارې به بې وزله او مستحق وګړو ته د وېړيا خوراك وركول باوري كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د مدينې رياست يو فلاحي رياست و۔ هغه وخت وسائل نه وو ولې نړۍ ته يوه لاره وښودلې شوه۔ نن د نړۍ پرمختګ كړي هېوادونه د مدينې رياست په اصولو عمل كولو سره مخ په وړاندې ځي۔ څوك هم چې د مدينې رياست په اصولو ځي هغه به كاميابي ترلاسه كوي۔ دستورې ته د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان هم خطاب وكړو۔ د جلوزئی هاؤسنګ سكيم ترسېوري لاندې 40 زره نه كم آمدن لرونكو وګړو له به د 18 مياشتو موده كښې 1320 اپارټمنټس جوړولې شي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس