اسلام آباد 16جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم الزابي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او يو اے اي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څركندونه وكړه۔ وفاقي وزيرې د پاكستاني اولس لخوا د متحده عرب امارات د پخواني صدر شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل شيخ خليفه د پاكستان ملګرے ؤ،د هغه مرګ دواړو هېوادونو لپاره لويې زيان دې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د يو اے اي نوې صدر شيخ محمد بن زيد بن سلطان النهيان وژنري او پرمختګ كښې خوښي لرونكې لارښود دے۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او صدر شېخ محمد بن زيد د نوې نسل د پرمختګ او سوكالۍ يو انقلابي وژن لري۔ دواړه مشران د دوه اړخيزه معاشي، تجارتي او سماجي چارو پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې قوي اړيكو او رابطو كښې خوښي لري۔ دې ووئيل زمونږ حكومت د نوې فلم او كلتور په پاليسي عمل پېل كړې۔ د يو اے اي اے فلم جوړونكو او سرمايه كارو له د فلم او ډرامې په څانګو كښې د ګډې پروژو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوو۔ مرېم اورنګزيب په كامياب دوبئي ايكسپو كولو د يو اے اي مشرتابه او آرګنائزر له مباركي وركړه ۔ دې ووئيل دوبئي نندارتون څخه مثبت تشخص رامخې ته كېدو سره سره ه موقعو كښې زياتوالې شوې او د بيلو هېوادونو كلتور ته وده ترلاسه شوې۔دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف تجارت او بزنس ټو بزنس رابطو لا قوي كولو كښې خوښي لري۔د متحده عرب امارات سفير مرېم اورنګزيب له د وزارت اطلاعات په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركولو سره ووئيل دواړه هېوادونه د قيادت وژن له مخې د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو باور لري
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم الزابي ملاقات، دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څركندونه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی