اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي په تېرو څلورو كالو كښې په سياسي مخالفينو په بې بنسټه كېسونه جوړ كړے شوي٬ سياسي مخالفين د مرګ سزا وارو په چكۍ كښې ساتلے شوي وو ٬ اوس د عمران خان لخوا د داسې بيانيه رامخې ته كولو هڅې روانې دي چې پكښې د اتحادي حکومت ګوندونه د خپل ځان په ضد د كېسونو خاتمه كولو لپاره په نېب قانون كښې بدلونونه كوي، په تېرو څلورو كلونو كښې لګولے شوو تورونو كښې عمران خان يو الزام هم ثابت نه كړے شو۔ دا خبرې دې د ګل په ورځ د كابينې غونډې نه پس خرم دستګير، د سرمايه كارۍ وزير چوهدري سالك حسېن او د كشمير چارو د وزيراعظم صلاحكار قمر الزمان کائرهسره ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړې۔ د وفاقي کابيند پرېكړو په اړه وفاقي وزيرې ووئيل د خزانېډويژن په سفارش سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان لپاره د “کرو حسېن چوهدري اينډ کمپني(Crowe Hussain and Co) د مالي كال 22-2021 د ايکسټرنل آډيټرز په توګه د تعيناتۍ منظوري وركړې شوې ۔ دې ووئيل كابينې ته د پاور ډويژن لخوا ګرد هېواد كښې په لوډشنډنګ تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔ دې ووئيل تېره مياشت كښې ګرد هېواد كښې د برېښنا پېداوار 23900 مېګاٶاټ ٶ (٬ د كال 2013 نه تر كال 2018 د مسلم ليګ ن حكومت چې كومه برېښنا پېدا كړې وه ھغه د 23900 د موجوده ګنجائش نيمه ؤه۔ دې ووئيل په جون كښې د زياتې ګرمۍ له امله د برېښنا طلب 30 زره مېګاٶاټ ته رسېدلے كوم چې تاريخي طلب دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل په تېرو څلورو كالو كښې يو شمېر مهمې منصوبې نه دي پېل كړې شوي ، چې په سبب ئې نن زمونږ د برېښنا پېداوار ځپلے شوے ۔ وفاقي وزيرې ووئيل د كابينې غونډه كښې د كابينه ډويژن په سفارش د کيبنټ کميټي آن ليجسليټو کيسز (سي سي اېل سي) د جون 29مې نيټې د پرېكړو توثيق شوے ٫په دې پرېكړو كښې انټليکچوئل پراپرټيز آرګنائزيشن آف پاکستان (فنانشل) رولز 2022، انټليکچوئل پراپرټيز آرګنائزيشن آف پاکستان (سروس) رولز 2022، پبلي کېشن آف لاز آف پاکستان (بدلون) بل 2022ء منظورۍ پشمول د نېشنل اکائونټيبلټي (بدلون) بل 2022ء شامل دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل کابينې د کابينهډويژن په سفارش پرائيوټائزيشن لپاره د كابينه كمېټۍ د 24م جون كال 2022 د غونډو په پرېكړو هم غور كړے ٬ د ليګل فريم وركګورنمنټټو ګورنمنټ (جيټو جي) کمرشل ټرانزيکشنز پحقله د دفاع وزير خواجه آصف په مشرۍ كښې ټاسك فورس جوړ كړے شوے ۔ کابيني د پاکستانسټيل ملز بحالۍ (پي اېس اېم سي) ټرانزيکشنز او سروسز انټرنيشنل هوټل لاهور نجکاريپحقله نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ په پرېكړه هم غور كړے۔ دې ووئيل د سولر انرجيټاسک فورس پريزنټيشن به د كابينې په راتلونكې غٶنډه كښې وړاندې كولې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيلد زراعت پحقله جوړ كړے ټاسك فورس به په موجوده بجټ 2022 كښې په وركړو مراعات عملدرآمد لپاره خپل تجويزونه كابينې ته وړاندې كوي، کابينې د داخله وزارت په سفارش د پنځو كسانو نامې د اي سي اېل نه د لرې كولو هم منظوري وركړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د نېب بدلون بل 2022 پحقله به د قانون وزير تفصيلي پرېس بريفنګ وركوي۔ دې ووئيل د عمران خان لخوا د داسې بيانې وړاندې كولو هڅې روانې دي چې اتحادي ګوندونه د خپل ځان په ضد کېسز ختمولو لپاره په نېب كښې بدلونونه كوي۔ دې ووئيل په تېرو څلورو كالو كښې بې بنسټه او په تورونو اډانه كېسونه جوړ كړے شوي٬ په تېرو څلورو كالو كښې هم دا قانون ٶ٬ عمران خان وزيراعظم ٶ، نېب نيازيګټھ جوړهم ٶ٬د دې هر څه باوجود عمران خان چې څومره تورونه لګولي٬ ھغه په عدالت كښې يو هم نه ثابت نه كړے شو
په تېرو څلورو كالو كښې په سياسي مخالفينو بې بنسټه كېسونه جوړ كړے شوي٬ عمران خان يو الزام هم ثابت نه كړے شو۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر