??سل??م آباد 19 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي مصر سره د تجارت٬ معيشت او د كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو پ?? ضرورت زور رواړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جمهوريه مصر نوي سفير سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د مصر سفير خپل سفارتي اسناد صدر مملكت ته وړاندې كړل ۔ په پاكستان كښې د مصر نومولي شوي سفير ډاکټر ايهاب محمد عبدالحامد حسن هركلي كولو سر?? صدر مملكت مصر سره د دوه اړخيزه اړيكو پ?? اهميت رڼا واچوله۔ په دې موقع صدر په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د بې ګناه وګړو پ?? قتل عام او اولسي املاك ته په زيان رسولو د پاكستان لخوا اندېښنه څرګنده كړه ۔ ډاکټر ايهاب محمد عبد الحامد حسن ووئيل مصر په غزه كښې د بشري مرستې ملاتړ كوي۔ په دې موقع صدر سفير له په تقررۍ مباركي وركولو سره پاكستان سره د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره د خپل كردار لوبولو ??ه هيله څرګنده كړه۔
صدر ډاكټر عارف علوي مصر سره د تجارت٬ معيشت او د كلتور په اړه په مرسته زياتولو زور رواړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج