پینډي 06 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې پاكستان يو سوله ايز هېواد دے خو كه په مونږ جنګ وتپلې شو نو مونږ به د خښتې ځواب پھ كاڼي وركوو٬د كوم مظاهره چې مونږ د بالاكوټ د ناكام بريد په ځواب كښې كړی٬مونږ خو نه څوك د نوې ترلاسه كړی شوې د وسلې په انبار مرغوب كولې شي او نه په مونږ كومه دړكه اثر كولې شي٬د پاكستان ځواكونه په پوره قوت سنبهال چټك او باخبر دي او انشاﺀالله د دښمن د كوم هم حركت په سمدستي ت??ګه پوره قوت سره ځواب وركولو ته تيار دي۔په ټوله نړۍ او په خاص ت??ګه په خ??له منطقه كښې امن غواړو۔په افغانستان كښې د ا??ن په هڅو كښې د پاكستان كليدي كردار د دې څرګند ثبوت دې خو زمونږ ګاونډي هېواد هندوستان د تل پشان يوه غېر ذمه وارانه رويه اختيار كړی٬په خاص ت??ګه د مقبوضه كشمير حېثيت د ختمولو د غېر قانوني اقدام نه پس يې د منطقې امن يو ځل بيا سختو خطرو سره مخ كړی۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ د شهيدانو ورځې په موقع په جي اېچ كيو كښې ايوارډ وركولو دستورې ته پھ خ??له وېنا كښې وكړه۔د پاك پوځ د ا??لسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د ستمبر 6مه نېټھ كال 1965 ورځ زمونږ د تاريخ يو لازوال باب دې٬دا هغه ورځ ده كله چې د قوم يو والي٬وطن سره مينې٬قربانۍ او د بهادرۍ بې شمېره داستانونه رقم شول٬پاكستاني قام لپاره د ستمبر 6مه نېټھ يوازې يوه ورځ نه بلكې زمونږ د حوصلې پیژندګلي هم ده۔دا ورځ د 1948 ٬ 1965 ٬ 1971 ٬ د كارګل جنګ او د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې د شهيد شويو په ياد كښې لمانځلې شي۔دا ورځ مونږ ته ياد راكوي چې مونږ پرون هم د خپل ځان نه څو چنده لويې دښمن ته ماتې وركړې وه او نن هم د دښمن ناپاك عزائمو ته ماتې وركولو لپاره تيار يو۔نن هم مونږ د خپلې آزادۍ حفاظت پخ??له وېنه كوو٬ځكه مونږ نن د خپلو شهيدانو او غازيانو د لويو كارنامو په ياد كښې او د دوي قربانيو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره موجود يو٬د دوي د جرات٬بهادرۍ او د قربانۍ په سبب زمونږ آزادي خپلواكي٬امن او سلامتيا قائم ده۔ده ووئيل چې زما په وړاندې د شهيدانو د كورنۍ غړي موجود دي٬زه دوي ته سلام وړاندې كوم او باور وركوم چې مونږ په هر قدم تاسو سره يو او هر وخت به وسو۔ستاسو ټول قام ستاسو د صبر او قربانۍ مكروز دې٬لكه څنګه چې شهيدان د ټول قام فخر دې هم داسې تاسو هم زمونږ فخر يې۔زه په ننۍ دستوره كښې اعزازات ترلاسه كونكو افسرانو٬جونيئر كمېشن افسرانو او ځوانانو ته مباركي وائيم٬مونږ په تاسو ټولو ناز كوو٬ستاسو په سينه لګولې شوې مېډلونه نه يوازې تاسو بلكې مونږ ټولو لپاره د فخر خبره ده۔ده ووئيل چې الحمد ا??له د پاكستان ځواكونو او قوم جذبه ايماني سره د دښمن هر يو چال ناكام كړې٬د وطن آزادي او سلامتيا زمونږ نصب العين دې۔ده ووئيل چې پھ دې كښې هېڅ شك نشته چې جمو او كشمير په نړيواله ت??ګه تسليم شوې مسئله به په دې لړ كښې مونږ كومه هم يو اړخيزه پريكړه نه منو۔ده ووئيل چې د پاكستاني باني قائداعظم محمد علي جناح كشمير د پاكستان شاه رګ ګرځولې و٬واضحه كول غواړم چې د هغه د دې قول هر يو لفظ مونږ لپاره مهم او د ا??مان برخه ده۔په دې لړ كښې به مونږ د قوم ډول لچك څرګندونه نه كوو۔ده ووئيل چې وخت مونږ څو ځله آزمائيلې يو مونږ هر ځل بريالي شوي يو٬پاكستان يو ژوندې حقيقت دې زمونږ وينه٬زمونږ جذبه٬زمونږ عمل به په هر محاذ د دې ګواهي وركوي
د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د شهيدانو ورځې په موقع په جي اېچ كيو كښې د ايوارډ وركولو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر