اسلام آباد۔24فروری (اے پی پی):د پاکستان او ازبکستان تر مينځه د بین الحکومتي کمیشن د تجارت ، معیشت او سائنسی مرستې په اړه اتمه غونډه د جمعې په ورځ ?? ازبکستان پايه تخت تاشقند كښې پېل شوې۔ د خزانې او محصولات وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په غونډه كښې ګډون كوي څوك چې د غوندې شریک چیئرمین دے او د پاکستاني پلاوي مشري هم کوي ، په بین الحکومتي کمیشن غونډه كښې پاکستان او ?? ازبکستان تر مينځه د تجارت ، سرمایه کارۍ ، معیشت او د سائنسي او تکنیکې مرستې په څانګو كښې د اړېكو د ودې د چارو به جاج اغستلے شي ۔ د دې نه علاوہ د دواړو هېوادونو تجارتي حجم كښې په زياتوالي كولو به هم غور كېږي ۔د پاکستان پلاوې يوه ورځ وړاندې تاشقند ته رسېدلے دے ۔د خزانې وزير تېره شپه ?? ازبکستان صدرشوکت مرزائیوف سره ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې سودمندې مرستې له د نورې پراختيا وركولو لپاره د تجارت، سرمایه کارۍ او ټرانسپورټ په څانګو كښې د منصوبو په عملدرآمد خبرې شوي۔ د خزانې وزیر په ملاقات كولو ?? ازبکستان صدر مننه كړې او د وزیراعظم شهباز شریف د اړخه ئې هغه ته د نیکو هيلو پیغام رسولے ۔ په غونډه كښې د ټرانزټ او ترجیحی تجارت په اړه د مهمو لوظنامو د عملدرآمد جاج اغستے شوے ۔ ملاقات كښې د معیشت د مختلف څانګو د مرستې او د مخصوص منصوبو د ودې اهمیت د بین الحکومتي خبرو اترو په ایجنډا شام??ول?? ته اتفاق شوے ۔ ازبک صدر د ازبکستان ا?? پاکستان لويو لارو باندې تګ راتګ زياتولو ، د مينځنۍ او سوئېلې ایشیا د افغانستان سره پېوست كولو او تر پاکستان بندرګاهونو تلونكے ریلوے لائن د جوړولو منصوبې د ګړندۍ كولو په ضرورت زور راوړے
د پاکستان او ازبکستان ترمينځه د بین الحکومتي کمیشن د تجارت ، معیشت او سائنسی مرستې په اړه غونډه تاشقند كښې پېل شوه
Speed Winner APP game download
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا