اسلام آباد 08فروری(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ر??ډ سيفټي په اړه د شعور او خبرتيا رامخې ته كولو په حاجت زور راوړلو سره وئېلي دي چې د قيمتي ځانونو بچ كولو لپاره په ټرافېك قوانين عملدرآمد ??رو??ې دے٬ د زياتې شوې آبادۍ او په ګاډو كښې د اضافې له امله قدرتي ماحول ځپلې كېږي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د ر??ډ سيفټي په اړه د پارليمنټرينز دوه ورځنې نړيوال كنفرنس پرانستې سېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ په كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه پارليمنټرينز٬د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ د اروپائي ائتلاف استازو٬غېر ملكي سفارتكارو٬ملكي او غېر ملكي پارليماني غړو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔صدر مملكت د كنفرنس ګډون كونكو ته په وېنا كښې ووئيل چې مونږ له به د خپلې آبادۍ لحاظ سره د ټرانسپورټ ??رو??ت ته كتل پكار وي٬د ر??ډ سيفټي په اړه به د وړاندېزونو هركلے كوو۔ډاكټر عارف علوي په قانون ساز ادارو زور راوړو چې هغوي دې د ر??ډ سيفټي بشپړه پروګرامونه قومي منصوبه بندۍ كښې شامل كړي۔ په دې موقع په خپله وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې په يو كال كښې 13 لكه كسان په ټرافېكي پیښو كښې مړه او 5 كروړه ژوبل كېږي۔ده په پاكستان كښې د نړيوال معيار له مخې د ر??ډ سيفټي قوانين نافذ كولو او اړوند ډلو ته د تعليم وركولو هڅو ته د ترجيح وركولو په حاجت زور راوړو۔ د بين الپارليماني يونين صدر دورتے پاچيكو وئېلي دي چې د سړك حفاظت د ر??غتيا په اړه يوه سنګين مسئله ګ??ل پكار دي ٬ ده د پارليمان غړو ته د قامي روغتيا تحفظ پروګرام له په ګډه د كار كولو هم خواست وكړو۔ په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف پلاوي نائب مشر تهامس سيلر د ر??ډ سيفټي لپاره د يو جامع نقطه نظر په اهميت زور راوړولو سره ووئيل چې حكومتونو او شراكتدارو له به مربوط سېف سسټم ته اپروچ نافذ كول وي۔ د ر??غتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل ټېډروس اذانوم ګيبريئس په دې موقع وېډيو پېغام كښې ووئيل چې د ر??ډ سېفټي لپاره كال 2021 -2030 ګلوبل پلان كښې د ټرافېكي مرګونو تر نيمې كچې ته په راوستلو زور راوړلے شوے دے
د قيمتي ځانونو بچ كولو لپاره په ټرافېكي قوانين عملدرآمد ضرورې دے۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي نړيوال كنفرنس ته وېنا
Captain's Bounty APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق