لاهور 09دسمبر(اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)پنجاب صدر او د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي چې عمران خان دې ډرامې نه كوي٬اس??بل??و تحليلولو اعلان دې وكړي مونږ به په ټاكنو كښې د هغه بشپړه مقابله كوو٬د كانديدانو غوره كولو لپاره كمېټۍ جوړې كړې شوي دي٬كومې به چې د هرې حلقې څخ?? دوه ٬ دوه كانديدان نامزد كولو سره سفارشات رالېږي٬د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد ته راستنېدو په موقع د هر كلي لپاره هم تيارۍ پیل كړی شوي٬بايد د ډيلي ميل معذرت ??ه پس عمران خان د قام څخ?? بخښنه وغواړي٬د عمران خان په ضد چې كوم ثبوتونه رامخې ته شوي دي اوس پاتې څه نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګوند مركزي سېكرټرېټ ماډل ټاؤن كښې د پنجاب د اعلٰی كچ غونډې ??ه پس د عظمی بخاري او رانا ارشد سره مېډيا ته بريفنګ په مهال وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئېلي وو چې د سېلاب ځپليو لپاره كومه مرسته يا ګرانټ برتانيې وركړې په هغې كښې كرپشن شوې٬دا دومره ناوړه تور و چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت او د هغه د كورنۍ غړي ككړ كړې شوي وو۔٬د دې تور ډيلي ميل 5 ځل ثبوت وړاندې كولو كښې ناكامه شوې٬د دې ??ه پس هغوي منلې چې مونږ څخ?? غلطي شوې٬مونږ غلط الزام لګولې٬وفاقي وزير ووئيل د ډيلي ميل نمائندګان پاكستان ته رابللې شوي وو٬پخواني وزيراعظم عمران خان پخپله هغوي سره ملاقات كړی او جعلي دستاويزات يې هغوي له وركړي۔رانا ثناﺀ الله ووئيل زه غوښتنه كوم چې عمران خان او د هغه صلاحكار د شريفې كورنۍ څخ?? نه بلكې د ټول قام څخ?? بخښنه وغواړي٬بايد ټول قام اوس د هغه مكروه مخ وپېژني۔وفاقي وزير ووئيل د هغه د بې شرمۍ او په انتقام اډانه كاروائۍ واضحه شوې٬عمران خان د توشه خانې په كيس كښې په ډاګه شوې٬اوس رسيدونه هم جعلي ثابت شوي٬هغه د ملګرو هېوادونو څخ?? ډالۍ اخستې او بيا يې په ارزانه بيعه خرڅې كړې دي٬د يوې ګهړۍ وډيو رامخې ته شوې٬زلفي بخاري د ګهړۍ خرڅولو څخ?? انكاري دې او وائي چې زه د?? سره هېڅ تعلق نه لرم٬هغه يوه ګهړۍ نه ټوله توشه خانه خالي كړې۔وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل په پنجاب كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنو كولو او د هغې د بشپړه تيارۍ پريكړه شوې٬مونږ كمېټۍ جوړې كړي دغه كمېټۍ به په دوه اونيو كښې په ټولو صوبائي حلقو كښې د تجزيې ??ه پس د كانديدانو انتخاب كوي۔وفاقي وزير ووئيل د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د هركلي كولو تيارۍ پېل شوي٬د يونين كونسل په كچه به كمېټۍ جوړولې شي٬كارمندان به د استقبال لپاره لاهور ته راځي او دغه استقبال به هم د ټاكنو پريكړه وكړي۔كله چې د ټاكنو نېټه اعلان شي نو ګوند به خواست وكړي چې محمد نواز شريف ګوند ليډ كولو لپاره د?? راوړاندې شي۔9 ډويژن دې د جلسو د نتيجو څخ?? به اندازه واضحه شي۔ده ووئيل عمران خان په بنيادي توګه هېواد عدم استحكام سره مخ كولو لپاره كار كوي۔ده ووئيل مونږ په د?? حق كښې نه يو چې اسمبلۍ تحليل شي٬د آئين او قانون له مخې بايد د اس??بل?? موده پوره كړې شي
عمران خان دې ډرامې نه كوي٬اسمبليو تحليلولو اعلان دې وكړي مونږ به په ټاكنو كښې د هغه بشپړه مقابله كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله
Savior APP game official website
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون