اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئېلي دي د جي اېس پي پلس درجه ترلاسه كېدو نه پس د پ??كستان برآمدات زيات شوي٬پاكستان د جنوري 2024 څخه د جي اېس پي پلس لا 10 ك??ونو پروګرام لپاره خواهش لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په برسلز كښې خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د جي اېس پي پلس په اړه دا د برسلز دوهمه دوره ده٬پاكستان د تېرو 8 ٬ 9 كلونو څخه د جي اېس پي پلس پروګرام بینیفشری دے۔په دې پروكرام كښې زمونږ هغه ايكسپورټس كوم چې اروپائي ائتلاف ته ځي هغوي ته رعايتي ټېرف ترلاسه كېږي۔د دې سټېټس څخه ايكسپورټس زيات شوے ۔ ده ووئېل موجوده پروګرام به د راتلونكې كال په اختتام ختم شي او د دې نه پس به يو نوې پروګرام د جنوري 2024 څ??ه پېل شي٬مونږ د لا لسو كلونو پروګرام خواهش لرو۔ده ووئيل پاكستان د جي اېس پي پلس سټېټس لپاره ډېر پېشرفت كړے چې پكښې د هيومن رائتس٬ليبر رائټس٬ويمن رائټس چارې تعلق لري۔ده ووئيل مونږ چې كله پروګرام ته داخل شو نو مونږ كمټنټ كړے ؤ چا دا به پوره كوو٬دا شرائط تر ډېره پاكستان پوره كړي٬ځينې قوانين دي چې د كومو قانون سازي شوې او اوس راتلونكے پړاؤ رولز او په دې عملدرآمد دے۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف د سېلاب په نتيجه كښې د پ??كستان مرسته كوونكو كښې په وړومبو هېوادونو كښې شلمل دے۔وفاقي وزير نويد قمر سره د مېډيا بريفنګ په مهال د اروپائي ائتلاف لپاره د پ??كستان سفير اسد مجيد خان هم موجود ؤ ۔
د جي اېس پي پلس درجه ترلاسه كېدو نه پس د پاكستان برآمدات زيات شوي ۔ د وفاقي وزير سيد نويد قمر برسلز كښې خبريالانو سره خبرې
Blackjack Türkiye Official Betting
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات