اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې څوك هم ګډوډې جوړوي ګرفتارولے به شي٬ د بهرنيو مېلمنو د راتللو په موقعه اړې ګړې به په هېڅ صورت قبلولې ??ه شي٬ حكومت له دړكو ??خه نه وېرېږي ، د كے پي كے وزيراعلی دې په وفاق د بريد په ځاے په خپله صوبه كښې د امن بحالۍ ته پام وګرځوي۔ د اتوار په ورځ د ډي چوك دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د احتجاج د كال په مهال د اسلام آباد وګړو ته لږ تر لږ زحمت وركړے شي٬ اوس بهرنې پلاوي پاكستان ته ??ارسېدونكې دې سبا به د بېلاروس صدر هم د پاكستان په دوره راورسي۔ د بهرني پلاوي په لاره كښې احتجاج كوؤنكي مظاهرچيان پوليس نيولې او منتشر كړې دي او د هغوي روټ كليئر كړې شوې دې٬ په هېواد كښې موبائل سروس چلېږي ٬ د حفاظتي تدبير په توګه انټرنېټ تر څه حده بند كړے شوے دے۔ د ډي چوك نګراني آئي او ډي آئي جي پخپله كوي۔ ده ووئيل د تېر احتجاج په مقابله كښې دا ځل لارې كمې بندې كړې شوي دي۔ ده ووئيل په دې احتجاج كښې چې كوم مالي زيان وشي هغه به احتجاج ??خه وروستو اولس ته وړاندې كولې شي دغسې چې هغوي حقيقت ??خه خبر كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې محسن نقوي ووئيل د كوم هم شرپسندۍ ??خه بچ كولو له به مونږ له پلازمينه محفوظ كول وي۔ مونږ سره يو آپشن دا دے چې هغوي ته ??لته ?? راتلو او ناستې كولو اجازه وركړې شي او دويم دا چې هغوي داسې كولسو ??خه منع كړې شي۔ مونږ له اسلام آباد محفوظ جوړول دي۔ مونږ له كومو دړكو ??خه نه ويرېږو٬ دا به د پي ټي آئي په ګټه نه وي۔ د كرم د صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دغلته ??وس هم حالات ښه نه دي٬ وفاق په دې لړ كښې ټول ممكنه ګامونه پورته كوي او د صوبائي حكومت مرسته كوي٬ كاش صوبائي حكومت په وفاق د بريد په ځاے دغلته ?? صورتحال سنبالولو هڅه وكړي۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ د پرېكړې په رڼا كښې مو د پي ټي آئي مشرتابه سره تماس ونيولو خو هغوي هېڅ ځواب رانكړو۔ ده ووئيل دا مهال د پنجاب په شمول په نورو صوبو كښې د احتجاج كومه اطلاع نه ده رامخې ته ??وې٬ يوازې د خېب?? پښتونخوا خلك احتجاج لپاره راوتلې دي۔ ده ووئيل مونږ لاريونونو كښې افغان وګړي نيولي دي۔ ده ووئيل پي ټي آئي ??خه دې پوښتنه وكړې شي چې هغوي د بهرنيو عناصرو په مرسته ??حتجاج كول غواړي۔ ده ووئيل د نېكټا لخوا د ترهګرۍ خطرو سره اړوند الرټ ??خه مو صوبائي حكومت خ??ر كړے دے۔
د بهرنيو ميملنو د راتللو په موقعه اړې ګړې به په هيڅ صورت قبلولے نه شي ٬ اړې ګړې رامخې ته كوؤنكي به ګرفتارولې شي: داخله وزير محسن نقوي
शेयू ट्रस्ट बेटिंग एपीपी
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی