اسلام آباد 25جون(ا?? پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي د سېنېټ سفارشات آئيني ذمه واري ده٬د عمل وړ سفارشات تل په بجټ كښې شاملولې شي۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د راتلونكې مالي كال بجټ په اړه بحث كښې نائب وزيراعظم ووئېل د سېنېټ سفارشات آئيني ذمه واري ده٬د حكومت ذمه واري ده چې بجټ په سېنېټ كښې وړاندې كړے شي۔دغس?? د ??يپلز پارټي سيد نويد قمر ووئېل د بجټ منظورۍ اختيار د اسمبلۍ سره دے خو په آئيني توګه لازم ده چې سېنېټ خپل سفارشات په 14 ورځو كښې وړاندې كړي۔ده ووئيل د سېنېټ قائمه كمېټي دا سفارشات جوړوي كومه كښې چ?? د ??ولو ګوندونو نمائندګي وي او د خزانې وزير او د خزانې وزارت اعلٰی چارواكي هم په دې موقع موجود وي٬په سېنېټ كښ?? د ??ائمه كمېټۍ ??شر سليم مانډوي والا ووئېل سېنېټ د آئين تر مخه سفارشات وړاندې كوي او دغه په بجټ كښې شاملولې شي ٬ ده ووئېل ما پخپله د كال 2013 نه تر 2018 ترمينځه په دې طريقه كار عمل كړے او د دغې جذبې له مخې دا ځل هم د سېنېټ په سفارشات غور كولې شي او د خزانې وزارت دا كار دے چې كوم څيزونه د عمل وړ دي هغه په بجټ كښې شامل كړے شي
د بجټ په حقله به د سېنېټ په سفارشات غور كولې شي۔اسحاق ډار
Saba Sports Reliable Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa