اسلام آباد۔23 جون(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د هيواد به بيلو برخو كښې په اقليتونو او كمزورې طبقو د تشدد پيښو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے دے او وفاقي او صوبائي حكومتونو څخه يۍ د هېواد د مذهبي اقليتونو او نورو كمزورو طبقو تحفظ باوري ك??لو له د ضروري ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه ك??ې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ قرارداد وړاندے كړو كوم چې ايوان د رايو كثرت سره منظوري وركړه۔ د قرارداد په متن كښې وئيلې شوي چې د پاكستان په آئين ك??ې د بشري ځان تقدس او تحفظ مقدم دے٬ ايوان په سوات او سرګودھا ك??ې د عامو وګړو په لاس د تورنو د وژنې پېښې جدي نوټس اخلي٬ دا خبره د اندېښنې وړ ده چې په دې وروستيو ك??ې دا ډول پېښې زياتې شوي دي٬ دا ايوان د دې ډول پېښو غندنه كوي۔ دا ايوان وفاقي او صوبائي حكومتونو څخه سختۍ سره غوښتنه كوي چې هغه دې د هېواد د مذهبي اقليتونو او نورو كمزورو طبقو تحفظ باوري ك??ي٬ دا ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكومتونو څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د اړوندو قوانينو له مخې دې ډول پېښو كښې ككړ كسان په ګوته كولو سره هغوي ګرفتار كړي او پراسيكيوشن لپاره دې ضروري اقدامات وكړي۔ ايوان هيله لري چې عدالتونه به ههم دا ډول كېسونو كښې فوري انصاف باوري كړي۔ دې څخه وړاندې بېرسټر ګوهر د اعتراض په نكته ووئيل چې مونږ غواړؤ چې د كوم هم آپرېشن څخه وړاندې دې ايوان په اعتماد كښې واخستے شي٬ عسكري مشرتابه سېنېټ او ايوان ته دې څخه وړاندې هم راغلې دي۔ عسکری مشرتابه دې پارليمان ته ان كېمره بريفنګ وركړي۔ ده ووئيل د سپ??اوي د تورنو ذمه واري بايد وفاق پخپله پورته كړي ولې چې په تحقيقي عمل كښې اې?? آئي اے او نورې ادارې شامل وي۔
د هيواد په بيلو برخو كښې په اقليتونو او كمزورې طبقو د تشدد پيښو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے شو
Reliable portal for instant messaging, sports and entertainment
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں