اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ګروپ لخوا په پا??ست??ني كلتور د نړيوال فلم جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پا??ست??ن يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے٬ د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پا??ست??ني كلتور فلم به نړۍ ته د پا??ست??ن د ښكلا نندارې موقعه وركړي٬ په پا??ست??ن كښې فلم يوازځنې صنعت دے كوم چې ټېكس فري دے۔ دا خبره ده د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير هالی وډ پروډکشن ډله په هېواد كښې د فلم په څانګه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پا??ست??ن يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے او باور لرم چې د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پا??ست??ني كلتور فلم به نړۍ ته د پا??ست??ن د ښكلا نندارې كولو موقعه وركړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ په تېر حكومت كښې فلم پالېسي بحال كړه۔ ده ووئيل په بج?? 23 ۔ 2022 كښې د يو ارب روپو فلم فنانس فنډ جوړ كړے شو۔ ده ووئيل په دغه بج?? كښې فلم جوړونكو ته تر 5 كلونو ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ دغسې نوو سېنما هالونو ٬ پروډکشن هاؤسز او فلم میوزیمز جوړولو له تر 5 كلونو لپاره د انکم ټېکس، د فلم او ډرامې په درآمد كولو د لس كلونو لپاره ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ ده ووئيل د سکرین ټورازم د لارې پا??ست??ن خپله بيانيه نړيوالې كچې ته ورسوله۔ وفاقي وزير هالي وډ پروډکشن ډلې ته د حكومت او خپل اړخه د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په دې موقع هالي ووډ پروډکشن ډلې په كوربتوب كولو د پا??ست??ني حكومت ٬اولس او د فلمي صنعت ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل مونږ د دې دورې څخه زيات خوند اغستے ٬ د پا??ست??ن ښكلا ٬ عظيمه كلتوري ورثه او اولس مو زيات خوښ شوے۔ دوي ووئيل په پا??ست??ن كښې د فلم سازۍ لوئي صلاحيت موجود دے ٬ مونږ د دې صنعت مخ په وړاندې بوتللو كښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې جېمز ایم سی میلان، اینډریو جیمز فیرو، لی??سا اسکن، سعدیه اشرف، بدر اکرام او مشعل ثاقب شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هالی وډ پروډکشن ګروپ دا مهال په پا??ست??ني كلتور د نړيوال فلم عكس بندۍ له د پا??ست??ن په دوره راغلے
پاکستان كښې فلمي صنعت ټيكس فري دے ٬ د هالي وډ پروډکشن ګروپ لخوا په پاكستاني كلتور فلم جوړول خوشبينه دے٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره ملاقات كښې خبرې
Sweet Dream Rich Mine Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔