لاهور۔2جنوری (اے پی پی) مذهبي هم آهنګۍ لپاره د وزیر اعظم خصوصي استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئیلي چې د هټلر مودي په واکمنۍ کښې د هند اقلیتونه ناامنه شوي دي. هغه دا خبره په پنجاب انسټیټیوټ آف قرآن اېنډ سیرت سټډيز كښې د متحده علماﺀ كونسل او انټر فېت هارمني كونسل په مرسته په هندوستان كښې په اقليتونو د روانو ظلمونو په ضد د مذهبونو ترمينځه همغږۍ سيمنار ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ټولو مذهبونو لارښود او د بېلو مسلمان مكاتب فكر علماﺀ كرام دلته يو ځائې ناست دي او دا د اسلامي تعليماتو لمخې حسن دې۔ په هندوستان كښې اقليتونه پرله پسې د مودي سركار د غندنې وړ ظلم او جبر زغمي ٬ نړۍ بايد دې پلو خپل پام وګرځوي٬ د چرچ سوزول او د جومات ويجاړول يو ډول جرم دې٬ په نړيواله كچه د مودي د ظلمونو مخنيوي له به غږ پورته كول وي۔ هغه يو وارې بيا غوښتنه وكړه چې د سيالكوټ پېښې مجرمان دې زر تر زره خپل انجام سره مخ كړې شي۔