اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي 16 مياشتنيزه موده د زياتو چېلنجونو وه ٬ د سختو مسئلو حل كولو لارې مو ولټولې ٬ د ګډې همكارۍ او مشاورت د لارې په غوره ډول مخلوط حكومت وچلول?? شو٬ د پاك پروردګار په فضل پاكستان مو ديواليه كېدو څخه بچ كړے دے٬ د سسټم خرابۍ به لرې كول وي ٬ ب??ور لرم چې حالات به ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وفاقي سېكترانو سره د مخه ښې ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل 16 مياشتنيزه موده د زياتو چېلنجونو وه۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد په سنبالولو كښې سركاري چارواكو زما مرسته كولو سره خپل قامي فرض ترسره كړو۔ په 16 مياشتې كښې ډېرې ښې پرېكړې وكړ?? شوې په كومو كښې چې د آئي اېم اېف پروګرام بحالي لوي?? كاميابي ده۔ په دې كښې خارجه دفتر ٬ پلاننګ ٬ د خزانې وزارت او نورې ادارې شامل وې او دا د يو ټيم ورك نتيجه وه۔ ده ووئيل كه دا لوظنامه نه وه شوې نو څومره لويه تباهي به شوې وه د دې اندازه لګول مشكل دي۔ ده ووئيل د دې كرېډټ ټولو ته ځي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان ته په 16 مياشتو كښې په خارجه محاذ هم ځانګړې كاميابۍ ترلاسه شوې۔ ده ووئيل د سختو حالاتو باوجود زياتره اعلی چارواكو ډېر ښ?? كار وكړو او كومو چې كومه لږه ډېره سستي كړې هيله ده چې سباؤن كښې به هغوي خپل?? كاركردګي ښه كړي۔ ده ووئيل تاسو زما په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې او باور لرم چې حالات به نور هم ښه شي
د 16 مياشتنيزه موده د زياتو چېلنجونو وه ٬ د سختو مسئلو حل كولو لارې مو ولټولې ٬ د ګډې همكارۍ او مشاورت د لارې په غوره ډول مخلوط حكومت وچلولې شو٬ د وزيراعظم شهباز شريف وفاقي سېكترانو سره د مخې ښې ملاقات
Pea Fairy Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : números quina hoje