اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد عظيم تر او ځو??نانو اختيار مند جوړولو عزم تكرارولو سره وئيلي چې لېپ ټاپ او قرضه سکيم څخه به بې وزله ذهين زده كوٶنكي ګټه پورته كړي، د يوتھ پروګرام له مخې تر اوسه 30 اربه روپۍ تقسيم كړې شوې دي٬ پاكستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ لپاره 5 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي، بيا ټاكل كېدو سره به ځو??نانو لپاره بېل كړې شوې رقم زياتوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ډيجيټل يوتھ هب پورټل پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئ??ل چې وزيراعظم يوتھ پروګرام ګرد هېواد كښې په تندۍ سره خپروٶ٬ ما د پېښور، کراچۍ، لاهور، ګوادر دورې كړې دي٬ ګرد هېواد كښې ذهين زده كوٶنكو ته په مېرټ لېپ ټاپ وركولې كېږي٬ يوتھ پروګرام څخه کاروبار، زراعت او اېس اېم ايز لپاره د قرضو په مد كښې تر اوسه 30 اربه روپۍ د بېنك??نو د لارې تقسيم كړې شوې دي۔ يوتھ سپورټس پروګرام لپاره په بجټ كښې 5 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي٬ آئي ټي پروګرام ، فري لانسرز ، فني تربيې او نورو څانګو لپاره په مجموعي توګه په بجټ كښې 80 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ ځو??نانو لپاره د كاروبار قرضو په مد كښې 5 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي٬ وظائف لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ده ووئ??ل چې په كال 2008 كښې پنجاب اېجوکېشن انډوومنټ فنډ مونږ جوړ كړې ٶ او په لس كالو كښې ذهين زده كوٶنكو ته د 22 اربه روپۍ سكالرشپس وركړې شوي او دې څخه د 4 لكه نه زيات زده كوٶنكي مستفيد شوي٬ اوس د وفاق په كچه پاکستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ جوړ كړے شوے كوم لپاره چې 5 اربه روپۍ اېښودلې شوې دي او دا رقم د ذهين زده كوٶنكو ترمينځه وېشلې شي۔ وزيراعظم ووئيل كه زما په وس كښې وي نو زه به دا رقم د 5 اربه نه زياتولو سره 500 اربه ته ورسوم٬ ځو??نان د دې پورټل د لارې خپل ځان رجسټرډ كولې شي٬ لېپ ټاپ سکيم سركاري تعليمي ادارو كښې بې وزله زده كوٶنكو لپاره دے د نجي تعليمي ادارو زده كوٶنكو لپاره نه دې ځك?? چې ھغوي زيات فيسونه ادا كولې شي نو لېپ ټاپ هم اخستې شي۔ ده ووئ??ل چې ځو??نان واكمن جوړولو لپاره به ټول اقدامات كولې شي٬ مونږ به په ګډه هېواد عظيم جوړوٶ٬ ځو??نانو څخه هم هيله لرو چې ھغوي به د هېواد په پرمختګ كښې خپل بشپړه كردار ولوبوي۔ دستورې ته د ځو??نانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې شزه فاطمه خواجه او سېنېټر عبدالقيوم هم وېنا وكړه
لېپ ټاپ او قرضه سکيم څخه به بې وزله ذهين زده كوٶنكي ګټه پورته كړي٬ بيا ټاكل كېدو سره به ځوانانو لپاره بېل كړې شوې رقم زياتوٶ۔ د وزيراعظم ډيجيټل يوتھ هب پورټل پرانستې دستورې ته وېنا
Tomb Robber Jane’s Lucky Crypt Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج