اسلام آباد۔7مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مېرمنو ته د دوي په نړيواله ورځ مباركي ورك??لو سره وئيلي دي دا ننۍ ورځ په نړيواله كچه په ټولنه كښې د مېرمنو د كردار او د بشري تهذيب په ارتقاﺀ كښې د دوي د خذمات د اعتراف ورځ ده٬ تاريخ په دې خبره ګواه دے چې د بشري ټولنې پرمختګ د مېرمنو د تعميري كردار نه غېر ممكن شوے نه دے٬ مونږ ته چې كله هم د حكومت ك??لو موقعه ترلاسه شوې مېرمنو ته د پرمختګ يو ډول موقعې ٬ د زده كړو آسانۍ او روزګار لپاره ټول ممكنه ګامونه پو??ته ??ړې شوي ٬ مېرمنو ته د دوي حقونه وركول او تحفظ له نه يوازې قوانين جوړ كړے شول بلكې دوي په قامي چوكاټ كښې شامل??لو له خصوصي ګامونه هم پو??ته كړے شول۔ د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل مېرمنې لويې صفات لري ٬ د مور په حېث د ماشومانو تربيه كوي٬ د خور په حېث انسان ته په ټولنه كښې د نورو عزت كول ښائي او د لور په صورت رحمت جوړېږي۔ ده ووئيل زمونږ دين اسلام مېرمنو ته د نن نه 14 سوه كاله آګاهو يو برابر حقونه وركړل۔ ده ووئيل په تحريك پاكستان كښې د فاطمه جناح ٬ بېګم رعنا لیاقت علی خان، او د هېواد په پرمختګ كښې د محترمې بینظیر بھټو شهیدې او ملاله يوسفزيۍ كردار د چا نه پټ نه دے۔ ده ووئيل د پاكستان نزدې نيمه آبادي په مېرمنو مشتمله ده۔ د حقيقت تر مخه مونږ چې كله هم د حكومت ذمه وارۍ په غاړه اخستې دوي ته مو د پرمختګ موقعې ٬ د زده كړو آسانيو او روزګار لپاره ګامونه پو??ته كړي۔ ده ووئيل زه نن د خپل هېواد صلاحيت لرونكو مېرمنو سره لوظ كوم چې زمونږ حكومت به د مېرمنو منصفانه حقونو ٬ د دوي تحفظ او دوي ته د زده كړو يو ډول موقعې ورك??لو له ګامونه پو??ته كړي۔
دا ننۍ ورځ په نړيواله كچه په ټولنه كښې د مېرمنو د كردار او د بشري تهذيب په ارتقاﺀ كښې د دوي د خذمات د اعتراف ورځ ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د مېرمنو نړيوالې ورځې په مهال پېغام
Lightning Storm Chaser APP game download
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2