لاړکانه 27 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د ګوډا ګو دروغژن سياست مسترد كوٶ٬ د مشرف غوندې عمران خان هم د ماضي برخه شو٬ مونږ به د مشرف غوندې سلېكټډ د پيو نه لكه د وېښتو اوباسو۔ د نهې په ورځ په ګړهي خدابخش كښې د شهيدې بېنظير بهټو د 15م تلين په موقع اولسي جلسې ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل بېنظير بهټو په كومه ګناه شهيده كړې ??وې٬ ترهګري او آمريت د يوې سكې دوه مخونه دي٬ ترهګر ېره خپرولو سره ستاسو حقونه سلب كوي او آمريت د ټوپك په زور ستاسو آزادي ستاسو نه اخلي۔ خارجه وزير ووئيل شهيدې بېنظير بهټو د دروغو نه د رښتياﺀ په سياست باور لرلو٬ مونږ به فسادي سياست له مينځه وړو، ده ووئېل مونږ د ګوډا ګو دروغژن سياست مسترد كوٶ٬ دا هېواد به يو موټے كوو، ده ووئېل په يو موټے كېدو به سياست كوٶ ٬ خلق به خپل مېنځ كښې نه جنګوٶ۔ بلاول ووئيل په وړومبي ځل د عدم اعتماد د لارې مو وزیراعظم كور ته لېږلے ٬ عمران خان د عدم اعتماد كرېډټ جوبائيډن له وركول غواړي٬ عمران خان امريكائي صدر نه دے جيالو بهر كړے٬ د عدم اعتماد س??زش په سپينه ماڼۍ كښې نه په بلاول هاؤس كښې جوړ شوے او دا د بندو كوټو س??زش نه ٶ ٬ مونږ په سړكونو په جار اع??ان كړے او بيا مو خپل هدف سر كړے۔ ده ووئيل ترهګرو او انتها خوښو ته په ماتې وركولو ماضي كښې هم پيپلز پارټۍ خپل كار كړے او په سباٶن كښې به هم دا كار كوٶ٬ مونږ يو كال وړاندې د جمهوريت بحالۍ لپاره تح??يك پېل كړے۔ ده ووئېل زه تپوس كول غواړم چې بېنظير بهټو په كومه ګناه شهيده كړې ??وې وه ھغه خو محب وطن وه؟ ھغه د اسلامي نرۍ وړومبۍ مېرمنو وزيراعظمه او د جمهوريت علمبرداره وه، آمرانو لپاره د ېرې علامت وه۔ ده ووئيل بېنظير بهټو دېرش كاله په مړانه د جمهوريت هلې ځلې كړې ٬ ھغې ټولو لپاره يو پاكستان غوښتلو او په برابرۍ ئې باور لرلو۔ ده ووئيل زه په آخري ځل عمران خان له خبردارې وركول غواړم چې ھغه دې راشي په اسمبلۍ كښې دې كېښنې او د اپوزيشن كردار دې ولوبوي٬ تح??يك انصاف دې ايوان ته راشي او په الېكشن او د نېب قانون بدلون پشمول په نوره قانون سازۍ كښې دې برخه واخلي ځكه چې مونږ نه غواړو چا تاسو په زندان كښې ئې او پخوانۍ وړومبۍ مېرمن تاسو سره ملاقات لپاره زندان ته درشي ٬ ده ووئيل كه عمران خان جمهوري رويه خپله كړي نو دا به ښه وي٬ ګنې مونږ بل انتظام هم لرو۔
د ګوډا ګو دروغژن سياست به مسترد كوٶ٬ د مشرف غوندې عمران خان هم د ماضي برخه شو۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د شهيدې بېنظير بهټو په تلين اولسي اجتماع ته وېنا
Longhuyun APP game official website
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena