لاهور۔14نومبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په ننۍ نړۍ كښې په علم اډانه لرونكې معيشت د پرمختګ كنجي ده ٬ د بې وزلۍ ختمولو له به زده كړو او علم ته وده وركول وي ٬ ځوان كول زمونږ قيمتي اثاثه ده٬ دوئي د هېواد تقدير بدلولې شي ٬ فراغت ترلاسه كوؤنكو زلمو او انجونو له به د هېواد پرمختګ لپاره پ?? عملي مېدان كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د منهاج پوه??تو?? په كانووكېشن كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ صدر مملکت ووئيل د ماډرن ايجوكېشن ودې او پرمختګ لپاره د شېخ الاسلام پروفېسر ډاكټر طاهر القادري خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل مونږ له به د اقدارو په رڼا كښې سماجي معيار او ټولنه بدلول وي۔ ده ووئيل دا مهال په هېواد كښې دوه نيم كروړه كوچنيان د سكول نه بهر دي٬ ما ټول علماﺀ كرام او د تعليم وزارت كسان يو ځائې كول پېل كړې دي د??سې چې د سكول نه بهر كوچنيان په تعليمي سركل كښې داخل كړې شي۔ علماﺀ كرامو وئيلي دي چې د سحر لمونځ نه تر ماسپخين پورې مونږ سره ځايونه شته دغلته كوچنيانو ته تعليم وركولې كېدې شي۔ ده ووئيل د زده كړو ترسره كولو څخه وروستو چې كله تاسو ټولنې ته روزګار لپاره لاړ شۍ نو تاسو بايد دا خپل علم د خلقو د ستونزو ختمولو لپاره وكاروۍ۔ ده ووئيل په منهاج پوه??تو?? كښې د 50 فيصد انجونو زده كړې ترلاسه كول خوشبين دي ٬ دې سره به ټولنه پرمختك پلو روانه شي۔ دې نه وړاندې د منهاج پوه??تو?? دوهم چيئرمېن ډاكتر حسېن محي الدين د استقباليې خطبه كښې د پوه??تو?? په اړه بشپړ رپورټ وړاندې كړو۔ كانووكېشن ته شېخ الاسلام پروفېسر ډاكټر طاهر القادري وېډيو لنك خطاب وكړو۔ په کانووکېشن كښې د پوه??تو?? وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ساجد محمود شهزاد د منهاج پوه??تو?? په بېلو پروګرامونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل په کانووکېشن كښې 57 زده كوؤنكو ته ګولډ مېډل،172 ته رول آف آ??ر او 62 زده كوؤنكو ته مېرټ سكالرشپس وركړې شول۔ په كانووكېشن كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقعه د پنجاب اسمبلۍ سپيكر سبطین خان ٬ د پنجاب اسمبلۍ سېكتر عنايت الله ٬ د بي او جي منهاج پوه??تو?? چيئرمېن ډاكټر حسېن محي الدين او د نورو سياسي او سماجي شخصياتو په شمول د پوزيشن ترلاسه كوؤنكو مور او پلار موجود وو۔ وروستو په كلن كانووكېشن كښې 1562 ګرېجوېټس ته ډګرۍ او د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ته مېډلز وركړې شؤ.
په ننۍ نړۍ كښې په علم اډانه لرونكې معيشت د پرمختګ كنجي ده ٬ د بې وزلۍ ختمولو له به زده كړو او علم ته وده وركول وي ٬ صدر ډاكټر عارف علوي
Thailand Car Wash Festival APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2