اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سېنېټر محس?? نقوي د پاكستان تحريك انصاف د احتجاجي مظاهرچيانو ?? تشدد له امله د پوليس كانسټېبل عبد الحميد په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په دې پېښه كښې ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي۔ د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير غمجنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره هغوي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده آئي جي اسلام آباد ته هدايت وكړو چې هغه دې په كانسټېبل عبد الحميد د تشدد ذمه وار حراست كښې د اغستلو هڅې ګړندۍ كړي۔ په دې ب??يم??نه عمل كښې ككړ شرخوښي به په هر صورت قانون سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د شهيد كانسټېبل د خپلې وظيف?? ترسره كولو په مهال مړانه او قرباني د ستائنې وړ ده۔ دده قرباني به هېرولې نه شي۔ ده ووئيل حكومت به د شهيد د كورنۍ د خ??ال ساتلو ذمه واري ترسره كوي۔(اے پي پي وا ١٤١٧)
د كورنيو چارو وفاقي وزير د پوليس كانسټيبل عبد الحميد په شهادت خواشيني اوښودله
Tomb of Treasures Credible Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار