اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ په فلسطيني اولس د اسرائيل ظلم او بربريت او په ايران كښې د فلسطين په پخوانې وزيراعظم اسماعيل هنيه د بريد په نتيجه كښې د هغه د شهادت په سختو ټكو كښې غندنه كو??و سره د متفقه قرارداد منظوري وركړې چې پكښې غوښتنه شوې چې د ملګرو مل??ون?? سلامتي كو??سل دې په غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره موثر اقدامات وكړي دغسې چې د فلسطين اولس په ضد د روانې نسل كشۍ مخ نيوے اوشي او اسرائيل په دې جنګي جرائمو او په فلسطينيانو د كړو ظلمونو ځواب وركونكے وګرځولې شي۔نړيواله ورورولي دې د اسرائيل ظلم او بربريت مخ نيوي او فلسطيني اولس ته د انصاف وركولو لپاره موثر ??جت??اعي اقدام وكړي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار قرارداد وړاندې كو??و سره ووئېل په فلسطينيانو د اسرائيل ظلمونه زيات شوي كو??و ??خه چې تراوسه 40 زره ??خه زيات بې ګناه ځانونه ضائع شوي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔په قامي اسمبلۍ كښې ټول پارليماني ګوندونه د تېرو 9 مياشتو ??خه د فلسطيني اولس په ضد د روان اسرائيلي جبر او بربريت په ګډه د غم او غصې څرګندونه كو??۔په قرارداد كښې ووئېل شول په تهران كښې د حماس لارښود اسماعيل هنيه وژنې سره غم او غصه زياته شوې او دا ډول یپښې د فلسطينيانو په ضد د روان ظلم او بربريت مخ نيوي له او په منطقه كښې د امن راوستلو هڅو ته د زيان رسولو سازش ګڼړلے كېږي۔محمد اسحاق ډار ووئيل د اسرائيل مشرتابه د انصاف نړيوال عدالت (ICJ) ښكاره پريكړو او د ملګرو مل??ون?? عمومي اسمبلۍ قراردادونو٬د ملګرو مل??ون?? سلامتي كو??سل٬اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)ښكاره پريكړو باوجود د فلسطين وداني د خپلې زمكې ??خه په بې دخله كو??و پسې شوے او د ملګرو مل??ون?? سېكرټري جنرل لخوا د خبرداري وركولو باوجود اسرائيل د بې ګناه فلسطينانو په ضد تشدد او بريدونه نه دي بند كړي۔په قرارداد كښې ووئېل شول پاكستان د ترهه ګرۍ دې ټول ټولو اشكالو غندنه كو?? چې پكښې د ماورائے عدالت قتل محركات ??خه قطع نظر او په منطقه كښې په زياتې شوې مهم جوئي د تشويش څرګندونه كو??۔په قرارداد كښې وئېل شول دا ډول پېښې نه يوازې د نړۍ امن تباه كو?? بلكې د وړاندې نه د عدم استحكام ښكار منطقه كښې خطرناك تاؤ تريخوالے راپیدا كېږي او د امن هڅو ته زيان رسوي۔لهذا دا ايوان په فلسطين كښې د اسرائيل جاري رياستي جبر او بربريت اسلامي نړۍ او دنيا لپاره الميه ګرځولو سره د دې سخته غندنه كو??۔فلسطيني وروڼو او خوئېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كو?? او د اسماعيل هنيه كورنۍ او فسطين اولس سره غمرازي كو??۔د ملګرو مل??ون?? سلامتي كو??سل قرارداد 2735 (2024) له مخې سمدستي او د كو??لې جنګ بندۍ٬مصيبت سره د مخ شوو فلسطينيانو د تل پاتې او د كو?? خنډ نه غېر د بشري مرستې رسنې او د غزه نه د اسرائيل قابضو ځواكونو د سمدستي وتلو غوښتنه كو??۔دا ايوان وائي چې پاكستان به فلسطين له د مرستې وركړه روانه ساتي او بې ګناه فلسطينيانو وروڼو خوئېندو له به پاكستان كښې د درملنې پشمول طبي مرستې لپاره موثر اقدامات كو??۔د فلسطين مېډيكل زده كو??وكو له به د تعليم ترسره كو??و لپاره د پاكستان په مېډيكل كالجونو كښې وړيا داخله وركولې شي۔د خپلو فلسطينيانو وروڼو خوئېندو سره د يووالي څرګندونې له په دوهم اګست ټول پاكستان كښې د غم لمانځلو او د اسرائيل بربريت په څرګندو ټكو د غندنې پريكړه كو??۔قرارداد كښې د جمعې مونځ نه پس په ټول هېواد كښې د اسماعيل هنيه شهيد د غائبانه جنازې ادا كو??و پريكړه شوې٬ دغسې د ملګرو مل??ون?? سلامتي كو??سل نه غوښتنه كو?? چې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره موثر اقدامات وكړي چې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ مخ نيوې اوشي او اسرائيل په فلسطينيانو په كړو جرائمو ځواب وركونكے وګرځوي۔د قامي اسمبلۍ دا ايوان د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه كو?? چې هغوي د اسرائيل ظلم او بربريت بندولو او د فلسطين اولس له انصاف وركولو له موثر ??جت??اعي ګامونه واخلي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔
قامي اسمبلۍ كښې په فلسطيني اولس د اسرائيل بربريت او په فلسطيني لارښود اسماعيل هنيه د بريد په ضد متفقه قرارداد منظور شو٬غندنه
GW lottery reputable betting link
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ