اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د كابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او قامي سلامتيا ډويژن 12 مطالبات زر منظوري وركړې٬ د مخالفې ډلې لخوا په دې مطالبات زر وړاندې كړي د كمي كولو 60 تحريكونه مسترد كړے شول۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د خزانې وزير محمد اورنګزيب پرله پسې د کابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او د قامي سلامتيا ډويژن 12 مطالبات زر ايوان ته وړاندې كړل په كومو چې د اپوزيشن لخوا د كمي كوول 60 تحريكونه وړاندې كرے شول او د كومو چې د خزانې وزير مخالفت وكړو ۔ قامي اسمبلۍ د اپوزيشن د کمي كولو تحريكونه مسترد كولو سره د کابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او قامي سلامتيا ډويژن لپاره د 41 ارب 70 كروړه 40 لكه 3 زره روپو 12 مطالبات زر منظوري كړل او د اتومي توان لپاره د 19 اربه 26 كروړه نه ز??اتو روپو مطالبات زر هم منظور كړے شول ٬ دغسې د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ لپاره د يو لك 56 كروړه روپو نه ز??ات مطالبات زر هم منظور كړے شول۔ د کابينه ډويژن په مطالبات زر علي محمد خان، عامر ډوګر، عمير نيازي، عاليه کامران، رياض فتيانه، شهريارآفريدي، علي جدون، خواجه شيراز محمود، محمد رياض خان، ډاکټر نثار جټ، شاندانه ګلزار او د نورو د کمي كولو تحريكونه وړاندې كړل د كومو چې د خزانې وزير مخالفت وكړو ۔ په تحريكونو بحث كښې جمشيد احمد دستي وو??يل تعليم، صحت، داروګانو٬ پټروليم مصنوعات او د بجلۍ په بيعه كښې اضافې سره اولس ستونزو سره مخ دے٬ اسلم ګھمن وو??يل په ه??وا?? كښې د منطقې د نورو ه??وا??ونو په مقابل كښې د بجلغ بيعه ز??اته ده، دغسې د سرې او د زرعي مداخل بيعې هم كروندګر ستونزو سره مخ كړي ۔ شاهد احمد وو??يل سياسي استحکام سره معاشي استحكام راتللے شي۔ عمير نيازي وو??يل کابينه ډويژن د ټولو مهمو ادارو د معاملو كتنه كوي٬ مونږ له د كابينه ډويژن كاركردګۍ ته كتنه ضروري ده٬ د غنمو د سکينډل غوندې چارو تحقيقات د كابينه ډويژن ذمه واري ده۔ عاليه کامران په بحث كښې برخه اغستو سره وو??يل د ادارو د كاركردګۍ جاج اغستل د كابينه ډويژن ذمه واري ده، پي آئي اے مخ په ز??ال ده ٬ تعليم او صحت هم د كابينې ذمه واري ده، دا مهال 2.5 كروړه كوچنيان د سكولونو نه بهر دي٬ ده وو??ېل مونږ اميد لرو چې د وزيراعظم تعليمي ايمرجنسي سره به دا ماشومان سكولونو كښې داخل شي۔ ده وو??يل د وزيراعظم د معائنه کميشن د چارو دې جاج واخستلے شي، په ادارو كښې كلاس فور ملازمان دې مستقل كړے شي۔ رياض فتيانه وو??يل حكومت د تعليم، علاج، هاٶسنګ او د غذائي سلامتيا ذمه وار دے٬ د دې څانګو د كمزورو له امله په ه??وا?? كښې د غربت شرح زياتېږي٬ د پوهنتونونو د فنډز كمي په سبب يو شمېر سركاري پوهنتونونه بندېږي۔ ده وو??يل د سياسي استحکام څخه وروستو به ه??وا?? ته نيغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري راشي ٬ ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه په ميثاق معيشت متفق كېدل پكار دي٬ ده وو??ېل د احتساب نظام ښه كولو ته اړتيا ده۔ ډاکټر نثار وو??يل تقررۍ په مېرټ او سپېځلتيا سره پكار دي ۔عاطف خان وو??يل د غنمو د درامد كولو تحقيقات د كابينه ډويژن كار دے ٬ په ه??وا?? كښې سياسي كلاس كښې بدعنواني د ضياء الحق په دور كښې زياته شوې٬ دا د پاكستان په لويو مسئلو كښې شامله ده۔ عامر ډوګر وو??يل روغې جوړې لپاره ماحول ضروري دے او په دې كښې حكومت له پېل پكار دے٬ سياسي استحكام سره به معاشي استحكام راشي۔ شهريارآفريدي وو??يل اتومي توان مهمه څانګه ده ، بيلجئيم اتومي توان برامد كوي٬ پاكستان شپږ نيوكليئر پلانټس لري٬ د نيوکلئيرميډيسن په څانګه كښې نور پېشرفت ته اړتيا ده ۔ علي خان جدون وو??يل يو خوا د بچت او كفايت شعارۍ خبرې كېږي او بلخوا د ادارو بجټ كښې اضافه كېږي۔
قامي اسمبلۍ د كابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او قامي سلامتيا ډويژن 12 مطالبات زر منظور كړل
कैहु ईमानदार मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ