اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) په پاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات ٬ آستريليا او ملائيشيا كښې وړوك?? اختر د اپرېل په 10 مه نيټه د شورؤ په ورځ او بنګله ??يش او هند كښې په 11 مه نيټه د زيارت په ورځ ولمانځلے شو۔ د سعودی عربستان پ?? شمول په نورو خليجي هېوادونو كښې د شوال المكرم مياشت د ګل په ورځ په نظر د نه راتللو څخه وروستو سعودي چارواكو اعلان كړے وو چې د شورؤ په ورځ به د وړوكي اختر اولنۍ ورځ لمانځلې شي۔ د نهې په ورځ د پاكستان رويت هلال كمېټۍ د هېواد بېلو برخو څخه د مياشت ليدلو شهادتونه له ??رلاسه كولو وروستو د اپرېل په لسمه نېټه د شورؤ په ورځ د اختر لمانځلو اعلان وكړو۔ د مرکزی رویت هلال کمېټۍ مشر مفتی عبدالخبیر آزاد د خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې د پاكستان پ?? زياتره سيمو كښې مطلع صفا پاتې شوه ٬ بېلو ځايونو څخه د مياشت ليدلو شهادتونه ترلاسه شوي په كومو كښې چې کراچۍ، دیر، فیصل آباد، سکردو او نورې سيمې شامل دي او له ??ې كبله په متفقه توګه پرېكړه شوې ده چې د اپرېل په 10 مه نېټه چې د شوال اولنۍ ده به په ګرد هېواد كښې وړوك?? اختر لمانځلے شي۔ دا خبره دې ياده وي چې په عم??مي توګه د پاكستان پ?? شمول آسيائي هېوادونه سعودي عربستان څخه يوه ورځ وروستو اختر لماځي٬ خو دا ځل د شهادتونو ترلاسه كېدو څخه وروستو په پاكستان كښې هم د شورؤ په ورځ اختر ولمانځلے شو۔ بلخوا په بنګله ??ېش او هند كښې وړوك?? اختر د زيارت په ورځ ولمانځلے شو۔
په پاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات ٬ آستريليا او ملائيشيا كښې وړوكے اختر د شورؤ ٬ بنګله ديش او هند كښې د زيارت په ورځ ولمانځلے شو
Cock Rumble Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے