The official entertainment website of Flying Spirits
APP18-200224
RAWALPINDI: February 20 – President Dr Arif Alvi addressing the National Health Summit on dental hygiene organized by the Rawalpindi Chamber of Commerce and Industry. APP/MAF/FHA
اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په پاکستان كښې د صحت په بابله د چېلنجونو په خاص توګه د خلې رنځونو مخنيوي لپاره د احتياطي تدبيرونو په ضرورت زور رواړلو سر?? وئيلي دي په دې عمل كولو سر?? د غاښونو د 90 فيصده نه د زياتو مسئلو لاره نيولې كېدې شي، د آبادۍ لوئې برخې ته د دارو درملو سهولت وركول ګران هدف دے٬ شعور بېدارولو سر?? په هېواد كښې د صحت په څانګه كښې د رنځونو بوجھ كمولو له مرسته كېدې شي۔ ده دا خبرې د راولپېنډي چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آر سي سي آئي) ترسېوري لاندې نېشنل هېلتھ سمټ ته خپلې وېنا كښې كړي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل دي قام د كووېډ-19 په مهال په اجتماعي هلو ځلو سر?? ??ړۍ كښې يو مثال جور كړے ٬ د دغسې اتحاد او يووالي څرګندونه د تعليم ،صحت او اقتصادي څانګو مسئلو مخنيوي لپاره ضروري ده۔ صدر مملکت ووئيل د کووېډ۔19 وبا په مهال كله چې ګرده ??ړۍ كښې دا خپرېده٬ پاكستان د دې نه بچ كېدو لپاره د ??ړۍ د درېمې غوره كاركردګۍ مظاهره كونكې هېواد په توګه رامخې ته شوے او دا هر څه د اولس او د ټولو شراكتدارو د اجتماعي هلو ځلو او مرستې په سبب ممكن شوي چا چې د وبائي رنځ خپرېدو لاره نيولو لپاره هلو ځلو كښې د اتحاد څرګندونه كړې۔ ده ووئيل دغې كاميابۍ سباٶن لپاره يوه لاره جو?? كړې كومه چې په عصري چېلنجونو قابو موندلو له زمونږ پ?? هلو ځلو كښې زمونږ لارښوونه كوي۔ ده په دې موقع په ټولو شراكتدارو او كاروباري ورورولۍ زور رواړو چې ذهني تناٶ او په آبادۍ كښې د اضافې پشمول د صحت په اړه اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل بايد د كوچنيانو په ضد د جنسي جرائمو او د نشه اي توكو استعمال په اړه د بېلا بېلو ذريعو د لارې شعور بېدار كړے شي۔ صدر مملکت په اخلاقيات آډانه اصولو زور رواړولو سر?? د دولت وېش او د وسائلو ځيني كسانو سر?? د پاتي كېدو په اړه د تفاوت ختمولو پخلے وكړو۔ په دسې مهال د راولپېنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر ثاقب رفيق٬ د پېنډۍ چېمبر صحت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ډاکټر شمائل داؤد آرائيں هم وېنا وكړه