اسلام آباد۔21نومبر(اے پی پی) سېنېټ ته وئيلې شوي دي د سعودي عربستان لخوا د عمرې وېزې معطل كولو په ??بر??نو كښې كوم صدا??ت نشته٬ په سعودي عربستان كښی د ??ېش???? پاكستانو وګړو د شكايتونو ازالې له هېلپ لائن جوړ كړے شوے٬ په ورك وېزه سعودي عربستان ته تلونكو لپاره د ملازمت انتظام كولو په لړ كښې سعودي چارواكو سره تماس نيولے شوے۔ د نهې په ورځ د پوښتنو دمې په مهال د سېنټر محسن عزيز ٬ دنيش كمار او سېنېټر مشتاق احمد د پوښتنو په ځواب كښې خارجه وزير جليل عباس جېلاني ووئيل 25 لک?? پاكستاني وګړي په سعودي عربستان كښې ??ېش??ه دي او هغوي څه نه څه مسئلې سره مخ دي ٬ مونږ يو هېلپ لائن جوړ كړے دے د كوم د لارې چې د زرګونو په ??مې?? ټېلفوني كالز ترلاسه كېږي٬ دې سره سره د وائس مېسج سسټم هم وړاندې كړے شوے دے او شكايتونو نوټ كولے هم شي٬ ده ووئېل زمونږ هڅه ده چې د دې ګېلو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل د آزادې وېزې په معامله سعودي چارواكو سره په ګډه غور شوے۔ ده ووئېل د سعودی قانون له مخې په ځينې وختونو كښې آزاده وېزه لرونكي هم نيولې او ډي پورټ كولې شي٬ دا معامله مونږ سعودي چارواكو سره پورته كړې ده٬ ده ووئېل زمونږ د سعودي خارجه وزير سره هم په دې اؤړه ??بر?? شوې او هغه لوظ كړے چې دا مسئله به حل كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ هڅه ده چې سعودي حكومت هغه كسانو ته ملازمت وركړي كوم چې په ورك وېزه سعودي عربستان ته تللې دي۔ ده ووئيل تېر كال سعودي عربستان 5 لكه ورك وېزې جاري كړې دي ۔ ده ووئيل اېف آئي اے ته د حكومت لخوا هدايت شوے چې هغه دې هغه ګېنګ ونيسي كوم چې سعودي عربستان ته خېر غوښتلو له كسان لېږي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د دې مخنيوے وكړے شي۔ ده زياته كړه چې د عمرې وېزې معطل كولو اړوند ??بر??نه بې بنسټه دي
د سعودي عربستان لخوا د عمرې وېزې معطل كولو خبرونه بې بنسټه دي٬ د خارجه وزير د سېنېټ غونډه كښې ځواب
The Legend of Perseus Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز